اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد سره د اېف آئي اے ډائرېكټر جنرل واجد ضياﺀ د نهې په ورځ ملاقات كړے۔ د داخله وزارت لخوا د جاري كړي بيان له مخې د اېف آئي اے ډي جي داخله وزير د اېف آئي اے چارو او كاركردګۍ په اړه خبر كړو۔ په دې مهال د اسلام آباد آئي جي عامر ذوالفقار هم داخله وزير سره ملاقات كړے كوم كښې چې هغه داخله وزير ته وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د امن او امان وضعې په اړه بريفنګ وركړے