ملګري ملتونه ۔ 3 فروری(اے پی پی) د ستونزو باوجود د شوي پېشرفت نه پس افغان عمل نه پام بلخوا ګرځول به يوه الميه وي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم تېره ورځ د ملګرو ملتونو کوارډینېشن آف هیومېنېټېرین افیئرز(او سی اېچ اے) تر سېوري لاندې افغانستان لپاره په هیومېنیټېرېن رسپانس پلان 2021 د ملګرو ملتونو سينئر چارواكو ته د بريفنګ سېشن په موقع خپل غبرګون كښې ووئيل د ستونزو باوجود د شوي پېش رفت نه پس افغان عمل نه پام بلخوا ګرځول به يوه الميه وي۔افغانستان كښې د امن راوستو يوازينۍ لاره سياسي حل دے۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان څو وارې دا وئيلي دي چې افغانستان كښې تاؤ تريخوالې د پوځي طاقت د لارې نه بلكې د افغانستان د سياسي منظرنامې له مخې د سياسي تصفيې د لارې ختمېدې شي۔ پاکستان نړيوالې ورورولۍ ته دا په كلكه وئيلي دي چې په كوم هېواد بريد كولو يا دړكې وركولو له دې القاعده ، داعش او نړيوالو ترھګرو ډلو ته د افغانستان خاورې كارولو اجازه ورنكړې شي۔ هغه په ټولو افغان فريقېنو زور راوړے چې هغوي افغانستان كښې تشدد كمولو او امن له ګامونه پورته كړي۔ پاکستاني استازي ووئيل افغانستان كښې امن راسوتو ته اړتيا ده ولې چې د غېر ملكي لاس وهنې او ترهګرۍ د لاسه بشري وضعه ډېره زياته ځپلې شوې ۔ پاكستاني استازي ووئيل پاكستان افغانستان كښې پرمختګ لپاره د يو بلين ډالر وعده كړې كومو كښې چې 500 ملین ډالره انفراسټرکچر او صلاحيتونو كښې د اضافې په منصوبو وړاندې مصرف كړې شوي۔ هغه ووئيل د پاكستان حكومت افغان وګړو ته په خاص توګه د روغتيا آسانيو په غرض پاكستان ته راتللو له وېزا پالېسي ته بيا كتنه كړې او په دې لړ كښې ئې په پاك افغان پوله 5 پوائنټس پرانستلي او افغانستان ته ئې طبي آلات وركړي ۔ هغه ووئيل پاكستان د تېرو 4 لسيزو نه د لكھونو په شمېر افغان كډوالو ته پناه وركړې او د هغوي په عزت سره د بېرته تللو عزم لري او په دې لړ كښې افغان حكومت سره مرستې كولو له چمتو يؤ۔ هغه ووئيل پاكستان به د 1.16 بلین ډالره د منځنۍ ۔ سوئيلي آسيا توان منصوبې کاسا۔1000(ترکمانستان افغانستان افغانستان انډیا ګاز پائپ لائن منصوبې)، افغانستان سره د تجارت ودې پشمول د سيمه ايزو رابطو منصوبو ترسره كولو له كار روان ساتي او سي پېك كښې د افغانستان شاملېدو سره به انفراسټرکچر، د سماجی او اقتصادی پرمختګ ډاګيرنه ، د بې وزلۍ ختمولو او د سيمه ايز تجارت ودې له مرسته ترلاسه شي۔ پاکستانی استازي منېر اکرم د پاکستان د سولئيز ٬ مستحكم ، يو موټي جمهوري او سوكاله افغانستان او ګاونډيانو هېوادونو كښې امن راوستو له د خپل عزم پخلے وكړو