د انصاف تقاضې به پوره كولې شي، كوم وګړي سره به د ناانصافې او زياتي اجازه ورنه كړې شي. د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد د مقتول ځوان وارثانو ته باور وركړو

image

اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په اسلام آباد كښې په ډزو كښې د حق رسېدلي ځوان وارثانو ته باور وركړے چې د انصاف تقاضې به پوره كولې شي او كه په قانون كښې ګنجائش وي نو د وارثانو اطمينان لپاره به د هائي كورټ د جج د لارې هم د پېښې پلټنې وكړې شي. د كورنيو چارو وزير د اتوار په ورځ په ډزو كښې د حق رسېدلي ځوان اسامه كور ته لاړو او د هغه پلار او كورنې سره ئې غمرازي وكړه. ده ووئيل چې د پېښې سمدستي وروستو د تورنو په ضد د اېف آئي آر درج كولو او د نيولو هدايت شوے، كوم هم وګړي سره به د ناانصافې او زياتي اجازه ورنه كړې شي. د قانون په نظر كښې ټول برابر دي. د مقتول وارثانو غمرازې لپاره په راتګ د كورنيو چارو وزير مننه وكړه او غوښتنه ئې وكړه چې د پېښې دې د هائي كورټ جج د لارې پلټنې وكړې شي. د كورنيو چارو وزير باور وركړو چې كه په قانون كښې د دې اجازه وي نو د هائي كورټ د جج د لارې به د دې پلټنې وكړې شي. د كورنيو چارو وزير د اسلام آباد آئي جي ته هدايت وكړو چې په سباٶن كښې د داسې پېښو مخ نيوي لپاره دې اقدامات وكړے شي او دا خبره دې باوري كړے شي چې كوم بې ګناه وګړې د پوليسو د زياتي ښكار نه شي او قصور كوونكې د قانون د منګولو نه بچ نه شي.

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں