جلسې او اجتماع نه پرېږدي٬ د پي ډي اېم بيانيه د اړي ګړي راپېدا كولو نه ده٬ سياسي خلق مه بې عزته كوې، په سېنېټ كښې د حزب اختلاف غړو څرګندونې

image

اسلام آباد 08 جنوري(اے پي پي) په سېنېټ كښې د حزب اختلاف ګوندونو سره تعلق لرونكو سېنېټرز وئيلي دي جلسې او اجتماع نه پرېږدي٬ د پي ډي اېم بيانيه د اړي ګړي راپېدا كولو نه ده٬ سياسي پوائنټ سكورننګ دې ونه كړے شي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د حزب اختلاف سياسي كاركنانو په ضد مقدمې او د كاروائيو په اړه په تحريك بحث كښې سېنيټر سسي پليجو ووېيل د مچه د پېښې يو ځل بيا غندنه كوم٬ دا د ترهګرۍ او بربريت سنګينه پېښه ده٬ بلوچستان مهمه صوبه ده٬ هزاره كميونټي راګېره شوې ٬ پيپلز پارټي په خپل دور كښې هم د ترهګرۍ پېښو سره مخ شوې٬ پاكستان د ترهګرۍ په ضد قربانۍ وركړي٬ وفاق دې خپل نمائنده بلوچستان ته ولېږي۔ شاہ محمود قرېشي د کشمير پحقله صورتحال د ايوان په وړاندې كېښودے ھغه له د حوب اختلاف د پوښتنو ځوابونه وركول پكار وٶ۔ سېنيټر عثمان کاکړ ووئيل د آزاد کشمير وزيراعظم، په سېنېټ كښئ د حزب اختلاف مشر راجه ظفر الحق او د دې ايوان د غړو په ضد د بغاوت مقدمې جوړې كړې شوې ٬ دا صورتحال به هېواد كوم خوا بيائي٬ د حزب اختلاف غوښتنې جمهوري او جائز دي۔ده ووئېل سياسي جلسې او اجتماع نه پرېښودلې كېږي٬ د كاركنانو په ضد مقدمې درج كېږي، سياسي مقدمې دې بېرته واخستلې شي۔ سېنيټر مولانا عطاءالرحمان ووئيل مونږ هزاره ورورولۍ ته خواست كوٶ چې د خپلو مړو بې حرمتي مه كوې او هغوي ښخ كړې ٬ مونږ د پولو حفاظت كوٶنكو ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ دا پوځ زمونږ پوځ دے٬ دوه نيم كاله پس حكومت دا وائې چې په ماضي كښې دا كېدل او ھغه كېدل، بايد اوس دا سلسله بنده كړې شي٬ سياسي خلق مه بې عزته كوې۔ سېنيټر بهرہ مند تنګي ووئيل د پي ډي اېم بيانيه د اړي ګړي نه ده ٬ مونږ په حادثاتو او پېښو سياست نه دے كړے خو حكومت له خپله ذمه واري ترسره كول پكار ده ٬ مونږ په چا سياسي مقدمې نه دي جوړې كړې او نه مو سياسي كاركنان په زندان كښې اچولې۔ سېنيټر طاهر بزنجو ووئيل د كوئټه په سخت موسم كښې د هزاره كميونټي خلقو پرلت وهلے ٬ ھغوي يوه غوښتنه كوي چې وزيراعظم دې راشي٬ د غمژنو كورنيو مطالبې اورېدل پكار دي

مضمون کا ماخذ : پاور بال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں