اسلام آباد۔6 جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي رابطو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي حكومت به ډېر زر د راوي او بنډل آئس لېنډ ښارونو دوه سترې منصوبې عملي كړي۔ دواړو منصوبو سره به د روزګار موقعې رامخې ته شي او غېر ملكي سرمايه كاري به زياته شي۔ د وزیراعظم عمران خان ويژن له مخې اوسني حكومت دوه منصوبې پېل كړي چې مقصد ئې مېلمستياﺀ ٬ تفريح او تجارتي كمپنيو له نړيوالې منصوبې لټول وو۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل د راوې لاهور پروژې سره به نه يوازې د روزګار موقعې رامخې ته شي بلكې د دې ځائې وګړو ته به پاك چاپېرچل هم په لاس ورشي۔ چرته به چې د لوبو ٬ تعليم ٬ روغتيا او كمرشل انټرپرائزز 13 سېنټرز جوړولو سره سره نورې منصوبې هم پیل كولې شي۔ ده ووئېل په ماحولیاتی آلودګۍ قابو موندلو له به 60 لكه نه زياتې اونې نالولې شي۔ ده ووئيل بنډل آئس لېنډ سټی سره به د سندھ حكومت په ريونيو كښې اضافه اوشي او د روزګار نورې موقعې به رامخې ته شي۔ دا ښار به د سېلګرۍ په ځاے بدل شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دې دوو منصوبو سره به هېواد كښې غېر ملكي سرمايه كاري زياته شي چې ورسره به قام تر څه حده د زرمبادله په چارو قابو اومومي۔ ده ووئيل دا دواړه پروژې د وزیراعظم عمران خان ډریم منصوبې دي او عدالت نه د کلیئرنس ترلاسه كېدو نه وروستو به دا خوب ريښتيا شي۔ ده ووئيل سياسي ګوندونه كه پاكستان په نوو تكنيكي بنيادونو پرمختګ كوؤنكے ليدل غواړي نو د خپل مينځه سياسي اختلافات دې ختم كړي۔