د وړومبنۍ مېرمن ثمينه عارف علوي د خاص ماشومانو د سنټر “اميدِ نور” دوره

image
Begum Samina Arif Alvi visiting "Umeed-e-Noor", an education center for children with disabilities, in Islamabad, on 18-01-2021.

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) وړومبنۍ مېرمن ثمينه عارف علوي د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د خاص ماشومانو د سنټر “اميدِ نور” دوره كړې۔ په دې موقع وړومبنۍ مېرمن ته د خاص ماشومانو د تعليم او تربيې او د دوي د بحالۍ لپاره په شوو اقداماتو بريفنګ وركړے شو۔ ثمينه عارف علوي په دې موقع خاص ماشومان د هېواد د كار وړ او فعاله وګړي جوړولو په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل د خاص ماشومانو د انفرادي ضرورتونو له مخې دې د تعليمي پلان له مخې دوي ته تعليم وركړے شي۔ ثمينه عارف علوي ووئيل دې ماشومانو ته د جديد ټوګه د تعليم او تربيې وركولو لپاره دې هلې ځلې ګړندۍ كړې شي او دوي خپلواكه جوړولو سره سره دې د روزګار ترلاسه كولو لپاره هم اقدامات وكړے شي۔

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں