حکومت عام وګړي له ریلیف وركولو ته پام لرنه كوي، د وزیرِ اعظم عمران خان په مشرۍ كښې په غونډه كښې د ضرورت بنيادي څيزونو بيعه كمولو په اړه د اقداماتو جاج واخستل شو

image

اسلام آباد 04 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت عام وګړي له ريليف وركولو ته پام لرنه كوي۔ د ضرورت بنيادي څيزونو كښې غریبان تر ټولو زيات د اوړو له امله ځپلې شوي لهذا په دې اړه دې ټول ضروری انتظامی اقدامات باوري كړې شي۔ ده دا خبره په خپله مشرۍ كښې د بنیادی ضروري څيزونو بيعه كمولو پھ اړه د اقداماتو جاج اخستنې غونډې په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د خزانې وزير ، د اقتصادی چارو وزير ، د سټيټ بانك ګورنر او سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې بنیادی ضروري څيزونو بيعه كښې كمولو په اړه د اقداماتو جاج واخستل شو۔ غونډې ته ووئيل شو چې کاروباری ټولنې د اړخه د معیشت په اړه حکومتی پالیسیو هركلې كيږي۔ د دې پالیسیو په وجه د کاروباری ټولنې ډاډګيرنه شوې او هغوي ته د کورونا باوجود کاروبار کولو له موافق فضا ترلاسه شوې۔ په غونډه كښې د بنیادی ضروري څيزونو بيعه كمولو په اړه بيل تجاویز وړاندې كړې شول۔ په دغه تجاویز كښې بيل انتظامی اقداماتو سره سره ټیکنالوجی کارولو سره د نظام شفافیت او كروندګرو استحصال ختمول باوري كول دي۔ وزیراعظم غوندې ته ووئيل حکومت عام وګړي ته آسانيو وركولو ته پام لرنه كوي۔ ده ووئيل د ضرورت بنيادي څيزونو كښې غریبان تر ټولو زيات د اوړو له امله ځپلې شوي لهذا په دې اړه دې ټول ضروری انتظامی اقدامات باوري كړې شي۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د تجاویزو له دې په سمدستي توګه حتمی شکل وركړې شي دغسې چې په هغې عمل درآمد باوري كړې شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں