اسلام آباد 04 فروري(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د حكومت په نظام كښې د اصلاحاتو بنيادي مقصد اولس لپاره آسانې پیدا كول او انصاف باوري كول دي٬د جزا او سزا نظام دې رائج كړی شي٬د قبضه مافيا پھ ضد د كاروائۍ په دې د مېډيا د لارې اولس پرله پسې خبر وساتلې شي٬د اهدافو په ټائم لائنز عمل دې باوري كړی شي او په دې لړ كښې دې هغه پرله پسې خبر وساتلې شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د حكومت نظام په اړه د جاج اخستنې غونډې مشري كولو په مهال وكړی۔په غونډه كښې د حكومت په نظام كښې د بهترۍ راوستلو سره سره پھ بهر هېوادونو كښې د پاكستان افرادي قوت اضافې لپاره په اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړی شو۔د پنجاب چيف سېكرټري٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري او اسلام آباد چيف كمشنر وزيراعظم ته په ګورننس كښې د بهترۍ اقداماتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔د اسلام آباد آئي جي په پوليسو كښې بهترۍ لپاره د شويو اقداماتو څخه غونډه خبر كړه۔د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري او د هغه ډلې وزيراعظم ته د ترسيلات زر اضافې او په بهر هېوادونو كښې د پاكستاني ورك فورس په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم عمران خان غوڼډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې د حكومت په نظام كښې د اصلاحاتو بنيادي مقصد اولس لپاره آسانې پیدا كول او انصاف باوري كول دي٬د جزا او سزا نظام دې رائج كړی شي٬د قبضه مافيا پھ ضد د كاروائۍ په دې د مېډيا د لارې اولس پرله پسې خبر وساتلې شي٬د اهدافو په ټائم لائنز عمل دې باوري كړی شي او په دې لړ كښې دې هغه پرله پسې خبر وساتلې شي۔وزيراعظم په اقداماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔