این آر او د ریلیف نامه ‘ د بچ كيدو پروګرام او د خلاصي لاره ده ٬ د كومې څخه چې دوو ګوندونو وړاندې تلل غوښتل‘ مونږ د سیاسی انتقام قائل نه يو،حکومتی وزيران

image
APP39-301220 ISLAMABAD: December 30 - Foreign Minister Shah Mahmood Qureshi, Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz and Adviser to PM for Parliamentary Affairs Babar Awan jointly addressing a press conference at PID Media Center. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پی پی) وفاقی وزيرانو سینیټر شبلی فراز،شاہ محمود قریشی او خاص مرستيال ډاکټر بابر اعوان وئيلي دي اپوزیشن يو ځل بيا د پارلمان فورم پخپلو غلطو كارونو پرده اچولو لپاره د استعمالولو هڅه كړی ‘ عدالتونه او قانوني ادارې چې پوښتنې کوي نو ځواب به وركول وي ‘این آر او ریلیف نامه ‘ د بچ كيدو پروګرام او د خلاصي يوه لاره ده چې تر مخه ئې دوو ګوندونو وړاندې تلل غوښتل ‘ مونږ د سیاسی انتقام قائل نه يو خو د احتساب عمل څه به عمران خان او پی ټی آئی په شا نه شي ‘خواجه آصف دې د سیاسی انتقام شا ته نه پټيږي ‘ خپل منی ټریل دې اوښائي دغسې چې پاك شي ‘ كه استعفی وركول غواړي نو بيا د ضمنی ټاكنو تيارۍ ولي كوي د ‘فالودے ‘پاپړ ‘چینو والا نه پس د وريژو کارپوریټ آفس او بزنس نه غير په يو كال كښې 10کروړه روپۍ بهر تللي او اکاؤنټ كښې راغلې۔ دوي د شورو په ورځ پی آئی ډی كښې شريك پرېس کنفرنس ته وينا كښې كوله۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل د بده مرغه تير وخت كښې حکمرانانو ادارې د خپلې ذاتې ګټې لپاره استعمال کړي‘ د هغوي د سهولت کارۍ نه ناجائز دولت هېواد څخه بهر تللے او هېواد غريب شوے۔ ده ووئيل سېنېټ غونډه د اپوزیشن په ریکوزېشن رابللې شوي او مونږ پكښې كومه ایجنډا نه لرو ‘پی ټی آئی به يوه پوښتنه كوي هغوي له به ځواب وركول وي ‘قانون د چا ماتحت نه دے ټول د قانون ماتحت يو ‘ د عام وګړي غوندې به ځواب وركول وي۔خارجه وزير شاہ محمود قریشی ووئيل نیب خپلواكه اداره ده ‘ د كوم قانون ترمخه چې كار كوي هغه د پی ټی آئی نه دے ‘ د نیب چې څومره هم قیادت دے او د چیئرمین په تعیناتۍ كښې پد ی ټی آئی کوم عمل دخل نشته ۔ده ووئېل ‘خواجه آصف د نيولو پخپله وضاحت كولې شي ‘ هغه څو وارې د پوښتنو ځواب له رابللې شوے خو داسې محسوسېږې چې هغه نیب د منی لانډرنګ او آمدن څخه د زياتو اثاثو په معامله مطمئن كړے نه دے۔ده ووئيل نن په دې پوهه شوې يو چې مونږ د فیټیف په قانون سازۍ دوه ګوندونو سره خبره كوله نو هغه به د نيب قانون سره تړلې كيدله ‘ دې څخه څرګنده شوې چې هغوي فیټیف د ډھال په توګه كارولو او د نیب قوانین كښې ئې بدلون كول غوښتل ٬ وزیراعظم عمران خان او پی ټی آئی ته دا منظور نه ؤه دغې نه پس دواړه ګوندونو بائیکاټ کړے۔ده ووئيل نن معلومه شوې چې د هغوي د اصرار وجوهات څه وؤ ‘ هغوي ته ښكاريده چې راروانو ورځو كښې به خفګاني خبرې رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل هر مهذب ټولنه كښې ټول احتساب لپاره يو برابر وي۔ مولانا فضل الرحمان نیب له دهړكې وركوي ‘ هغه ځواب نه لرلي ۔ده ووئيل عمران خان څخه چې كله د اثاثو پوښتنه وشوه نو هغه نه دې وئيلي چې زه قانون څخه بالا تر يم۔ هغه د 40 كالو پخوانې ریکارډ عدالت ته وړاندې كړے ‘ عدالت هغه صادق او امین ګرځولے۔ ده ووئيل خواجه آصف دې د سیاسی انتقام شاته نه پټيږي ‘ خپل مني ټريل دې اوښائي نو بيا به پاك شي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د سیاسی انتقام قائل نه يو خو د احتساب عمل څخه به عمران خان او پی ټی آئی په شا نه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پی ټی آئی ټول كسان هم نیب ته په غوښتلو وړاندې شوي۔ ده ووئيل خبرو اترو له د پارلمان فورم كاريدې شي ‘هغوي وائي مونږ به هله خبري كوو چې كله عمران خان استعفی وركړي ‘ دا يو داسې شرط دے چې ورسره هغوي خپله ارادہ څرګندوي چې خبرې اتري كول نه غواړو ‘ عمران خان چرې هم په 31 جنوری نه مستعفی كيږي ۔ ده ووئېل تيره ورځ د پی ډی ایم بیانیې ته زيان رسيدلے ‘د استعفی ‘ استعفی رټ ؤ ‘ كه استعفی وركول غواړي نو بيا د ضمنی ټاكنو تيارې ولي كوي ‘ د پی ډی ایم دوه بنیادی نکات عمر له ختم شوي ۔ده ووئېل د پی ډی اېم قیادت په دې لټون دے چې هغوي سره ګوته چا كړې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اسمبلی سیکرټریټ ته دوه استعفاګانې ترلاسه شوي هغوي تصدیق لپاره راغوښتلې شوي خو نه دې راغلي۔ كه مسلم لیګ ن سنجيده دے نو بيا دې دغه دوه كسان ابتداء وكړي۔خاص مرستيال ډاکټر بابر اعوان ووئيل مرېم نواز وئيلي زما پلار په اقامه كښې په غلطه سزا شوې ٬ د هغې وضاحت ضروری ګڼم چې اقامه يو رهائشی پرمټ ته وائي د كومې چې جوګه پاکستانيان خوارې كښ دي كوم چې ورك پرمټ اخستلو سره بهر هېوادونو كښې خواري كوي او هغه پیسه پاكستان ته راليږي ‘په هغوي مونږ وياړ لرو۔ ده ووئيل سیاسی اقامې څخه ‘ منی لانډرنګ ‘کرپشن او د کمېشن ناجائزه آمدن د هېواد څخه بهر ځي ‘ د اقامې نه پس بهر هېوادونو كښې د اکاؤنټس پرانستلو اجازه وركړے كيږي ‘ د جعلی ملازمت لوظنامې كیږي ‘ ځائې ناجائزه آمدن د بهر هېوادونو بینك اکائونټس كښې جمع كيږي او د هېواد پېسه بهر ځي۔ ده ووئيل پاکستان په هغه ټولنو كښې شمېر دے د كوم چې روپۍ او مال او وسائل په غله بهر ځي۔ ده ووئيل تير وخت كښې اعلی عهدیدارو احسن اقبال او د خواجه آصف پشمول د ګوند نورو كسانو ته د اقامې ترلاسه كولو حاجت ولي پېښ شوے ‘ اقامه ترلاسه كولو نه پس تنخاہ بینك ټو بينك يا د چیك د لارې ترلاسه كيږي ‘پیسه د کیش په صورت فرنټ مین ته ترلاسه كيږي هغوي په اکاؤنټ كښې اچولې او بيا ټولې روپۍ جائز کړې شوي ۔ده ووئېل د سیلمان شهباز او شهباز شریف مقدمه او د موجودہ کیس واردات يو شان دے۔ دغې ناجائز کارونو له تحفظ وركولو لپاره يو قانون هم جوړ شوے چې د لارې ئې د اقامې غلط استعمال شوے۔ ده ووئيل خواجه آصف په 12اپریل 2018 يو بیان حلفی جمع کړے چې د لبنان وګړي الیاس ابراهیم آف شور کمپنیو پانامه كښې ئې نوم راغلے ‘ د قطری شهزاده غوندې دا هم مشکوك دے۔ ده ووئيل پاکستان كښې څوك هم قانون څخه بالا نشته ‘ نورو ته وائي استعفی وركړئ ‘ ورور ‘ زوي ته نه وائي چې استعفی وركړې ‘ په كارمندانو كوم تور نشته ‘ این آر او لپاره پی ډی اېم‘ استعفاګانې او د فیټف قانون ډھال جوړوي ‘ هغوي غواړي چې د نیب دفتر ته تاله ولګوي او د هغې چابي نواز له وركړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كله چې د نواز شریف د پاسپورټ موده ختمه شي نو پاكستان ته به راځي او د خپل پاسپورټ درخواست به وركوي ‘ نواز شریف له به د پاکستان د عدالت نه وركړې سزا پوره كول وي۔

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں