وزيراعظم عمران خان په دوه ورځنې دوره سري لنكا ته ورسېد

image
APP48-230221 COLOMBO: February 23 - Prime Minister Imran Khan reviews Guard of Honor. APP

كولمبو 23 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سري لنكا وزيراعظم مهندا راجه پكسے په بلنه په دوه ورځنې دوه سري لنكا ته رسېدلے . د سري لنكا وزيراعظم مهندا راجه پكسے په هوائي اډه د وزيراعظم تود هركلے وكړو او ماشومانو وزيراعظم ته د ګلونو ډالې وركړې.د وزيراعظم عمران خان ته په درناوي كښې د سري لنكا د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې سلامي هم وكړه. په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي ترانې وغږولې شوې او د توپو سلامي وكړې شوه او وزيراعظم د ګارډ آف آنر معائنه وكړه. د دې نه پس د سري لنكا وزيراعظم د پاكستان وزيراعظم عمران خان سره د سري لنكا كابينه معرفي كړه او وزيراعظم عمران خان د سري لنكا وزيراعظم سره د خپل پلاوي د غړو تعارف وكړو. خارجه وزير شاه محمود قريشي، د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد ، د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيا سيد ذوالفقار عباس بخاري هم وزيراعظم سره په دوره تلي دي. د وزيراعظم چوكۍ سنبالولو نه پس د وزيراعظم عمران خان لخوا دا د سري لنكا وړومبې دوره ده. وزيراعظم به د دورې په مهال د سري لنكا صدر او وزيراعظم سره ملاقاتونه كوي. د دورې په مهال به په ملاقاتونو كښې د تجارت، سرمايه كارې، روغتيا، تعليم، كركيلې او د سائنس او ټېكنالوجې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده خبرې كولې شي. د دواړو هېوادونو ترمېنځه به په بېلا بېلو څانګو كښې د تفاهم يادښتونه به هم لاسليك كولې شي. وزيراعظم به د جوائڼټ ټرېډ اېنډ انوېسټمنټ په كانفرنس كښې ګډون هم كوي. پاكستان او سري لنكا د كال 1948م نه يو بل سره د دوستې قوي اړيكې لري. د وزيراعظم عمران خان لخوا دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو او مرستې ودې له مرسته كونكې ثابت شي.

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں