اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د سي پېك له مخې د خاص اقتصادي ځايونو جوړول د صنعت او كركيلې څانګې وده مونږ لپاره خاص اهميت لري۔ده دا خبرې په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ سره په خپلو خبرو كښې وكړی كوم چې د نهې په ورځ د پاكستان او چين د لازوال دوستۍ د 70 كاله جشن پرانستې دستورې په موقع په خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات وكړو۔خارجه وزير د خېرسګالۍ جذبې له مخې د چين لخوا د كورونا واكسين په 5 لكه خواركونو رالېږلو د چين د حكومت او مشرتابه مننه وكړه او وې وئېل چې پاكستان د سي پیك پروژو په وخت ترسره كولو عزم لري۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د سي پېك له مخې د خاص اقتصادي ځايونو جوړول د صنعت او كركيلې څانګې وده مونږ لپاره خاص اهميت لري۔د سختۍ په هر وخت كښې پوره راغلې د چين او پاكستان د دوستۍ د دې سفر 70 كلونه پوره كېدونكي دي۔خارجه وزير ووئيل چې مونږ هم دې عزم سره د دې دوستۍ لا مستحكم كولو عزم لرو۔د چين سفير د سي پیك پروژې په وخت ترسره كولو كښې د بشپړه مرستې باور وركړو۔ده ووئيل چې پاكستان سره به د صنعت او كركيلې په څانګه كښې ودې لپاره خپل كردار ترسره كوو