د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د كورونا په اړه اشتهاري كمپائن چلولو په لړ كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت لپاره يو ارب روپۍ تكنيكي ضمني ګرانټ منظور كړو

image

اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) د كورونا وائرس دريمي چپي په اړه اولس كښې شعور او خبرتيا پيدا كولو په لړ كښې اشتهاري كمپائن چلولو په حقله د اطلاعات او خپرونو وزارت لپاره يو ارب روپۍ تكنيكي ضمني ګرانټ منظور كړے ۔ د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ د خزاني وفاقي وزير ډاكټرعبدالحفيظ شيخ په مشرۍ كښې وشوه،په غونډه كښې د كورونا وائرس دريمي چپي په اړه اولس كښې د خبرتيا په اړتيا غور وشو۔دغسې اي سي سي د كورونا وائرس دريمي چپي په اړه اولس كښې شعور او خبرتيا پيدا كولو لپاره د اطلاعات او خپرونو وزارت له د يو ارب روپو تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري وركړه۔

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں