په سندھ كښې د حزب اختلاف په مشر حليم عادل شېخ ظلم كول د بشري حقونو معامله ده۔د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد 26فروری (اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په سندھ كښې د حزب اختلاف په مشر حليم عادل شېخ ظلم كول د بشري حقونو معامله ده٬په قامي اسمبلۍ كښې په دې اړه خبره كول د كومې ضابطې خلاف عمل نه دے۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بېلو غړو لخوا د پورته كړو نكات ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په شمالي وزيرستان كښې د څلورو مېرمنو په شهادت ايوان چې د كوم يو والي څرګندونه كړی هغه د ستائنې وړ ده٬د كے پي كے حكومت سنجيده اقدامات كړي٬كه مونږ پھ حكومت كښې يو يا اپوزېشن كښې تر څو چې مو مېرمنو ته عزت نه وي وركړے وړاندې نشو تللے۔ده ووئيل يو خبر راغلے چې يو 64كلن كس د 14كلنې انجونې سره واده كړے ٬جے يو آئي له وضاحت كول پكار دي۔په هند كښې په دې معامله واويلا كېږي۔ده ووئيل چرته هم چې ظلم وشي هغه ظلم دے۔دا خبره سمه نه ده چې په سندھ كښې د شوي ظلم خبره دلته نشي كېدې۔په سندھ كښې د مخالفې ډلې په مشر ظلم كېږي٬دا د بشري حقونو معامله ده مونږ له د دې نوټس اخستل پكار دي

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں