اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي پاكستان د پخوا نه افغانستان كښې امن ليدل غواړي، پاكستان د قطري حكومت د امن هڅو ته د قدر په سترګه ګوري، بايد افغان طالبانو سره د مذاكراتو عمل جاري وساتلے شي. ده دا خبرې د قطر خاص سفير مطلق بن ماجد القهطاني سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې ده سره د ګل په ورځ ملاقات كولو. د كورنيو چارو د وزارت لخوا جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان او قطر په شريكو اړيكو او افغانستان كښې د سولې په عمل خبرې وشوې. د كورنيو چارو وزير د افغانستان د سولې خبرو لپاره د قطر هڅې وستائيلې. د قطر خاص سفير ووئيل په افغانستان كښې پائيدار امن لپاره پاكستان سره په ګډه هڅې كوو. د كورنيو چارو وزير ووئيل په افغانستان كښې پائيدار امن د پاكستان پخوانے خوب دے، پاكستان د قطري حكومت د امن هڅو ته د قدر په سترګه ګوري. په دې موقع د قطري حكومت اعلٰی چارواكي هم موجود وو. په ملاقات كښې په پاكستان كښې د قطر سفير او د كورنيو چارو وفاقي سېكرټري هم موجود وو