د خزانې وفاقي وزير ډاكټرعبدالحفيظ شيخ په مشرۍ كښې د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ اوونيزه غونډه،

image
APP52-220221 ISLAMABAD: February 22 – Federal Minister for Finance and Revenue, Dr. Abdul Hafeez Shaikh chairing the meeting of the National Price Monitoring Committee (NPMC) to review the price trend of essential commodities. APP

اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير ډاكټرعبدالحفيظ شيخ ټول هېواد كښې وګړو له ضروري څيزونه په مناسب بيعه وركولو له د حكومتي عزم پخلي كولو سره صوبو او ضلعي انتظاميې ته په بيعه د نظر ساتلو سپارښتنه كړې ۔ د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ اوونيزه غونډه د ګل په ورځ د خزانې وفاقي وزير ډاكټرعبدالحفيظ شيخ په مشرۍ كښې وشوه، په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سيد فخرامام، حماد اظهر، خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود، ممبر مسابقتي كمېشن، ممبر پاكستان شماريات بېورو، اېم ډي پاسكو، ايم ډي يوټيليټي سټورز كارپوريشن آف پاكستان او د خزانې وزارت سينيئر افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د اوونۍ په مهال د ضروري څيزونو او په خاص توګه د اوړو ، چينو ، غوړو ، چرګانو او د هګو د بيعې جاج واخستلے شو، غونډي ته ووئيل شول په اوونيزو بنيادونو د ګرانۍ شرح كښې 0.55 فيصده معمولي اضافه شوې، د 8 څيزونو بيعه كښې كمے او د 18 څيزونو په بيعه كښې استحكام راغلے۔ د صنعت او پيداوار وزارت سيكرټري غونډي ته ووئيل دا مهال هېواد كښې په يوټيليټي سټورز 11 ضروري څيزونه په رعايتي بيعه وركړې كيږي، يوټيليټي سټورز ټول هېواد كښې وګړو له د عام ماركيټ په مقابل كښې په آرزانه بيعه څيزونه وركوي۔ وفاقي وزيرحماد اظهر كمېټۍ ته ووئيل وزارت ماركيټ كښې د غوړو او كوكنګ آئل په بيعه نظر ساتي او صارفينو له په معقول بيعه د غوړو او كوكنګ آئل وركولو له ګامونه پورته كوي

مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں