د اپوزيشن سياسي منافقت ورځ تر بله څرګندېږي، تر پرون د ټاكنو كميشن په ضد په سړكونو احتجاج كوونكي نن د دې ادارې مرستياله جوړ شوي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ټويټ

image

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د اپوزيشن سياسي منافقت ورځ تر بله څرګندېږي، تر پرون د ټاكنو كميشن په ضد په سړكونو احتجاج كوونكي نن د دې ادارې مرستياله جوړ شوي. د جمعې په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل وار په وار دريځ بدلول او د خپلې بيانيې نفي كول د اپوزيشن پېژندګلو ګرځېدلې . ده ووئيل اپوزيشن لپاره يوازې هغه پرېكړې د قبلولو وړ دي كومې چې د دوي د خوښې له مخې وي يعني چې ټاكنې دوي وګټي نو سپېځلې او د انصاف خو چې كله ئې بائيلي نو د درغلې شور كوي . ده ووئيل ثابته شوې چې د عمران خان په دور كښې د ټاكنو كميشن آزاد، خپلواكه او فعاله دے

مضمون کا ماخذ : گولڈ رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں