د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد كښې په حساس ضلعو كښې د پوليو مخ نيوي په اړه د اعلٰی كچ غونډه

image
APP43-250422 ISLAMABAD: April 25 - Prime Minister Shehbaz Sharif chairing a meeting on polio eradication. APP

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پوليو مخ نيوي لپاره د ټولو ممكنه آسانيو په كار راوستلو سره په هنګامي بنيادونو د كمپائن چلولو او د خېبرپښتونخوا په سوئېلي ضلعو په خاص توګه شمالي او جنوبي وزيرستان او بنو ته د خاص پام لرنې سپارښتنه كړې۔ده دا سپارښتنه د ګل په ورځ د هېواد په حساس ضلعو كښې د پوليو مخ نيوي په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټيل٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د صوبو چيف سېكرټريز٬د ځپليو ضلعو ډپټي كمشنرانو او اړوندو چارواكو ګډون كولو۔وزيراعظم اړوند چارواكو ته امر وكړو چې تاسو د پوليو مخ نيوي كمپائن لپاره ټول ترلاسه وسائل وكاروئ او په هنګامي بنيادونو هلې ځلې وكړئ دغسې چې دا ناسور د عمر لپاره ختم كړے شي۔ده په دې لړ كښې د سوئېلي خېبرپښتونخوا ضلعو شمالي وزيرستان جنوبي وزيرستان او بنو ته د خاص پام لرنې سپارښتنه هم وكړه۔ دغسې وزيراعظم هغه ماشومانو ته د ويكسيېنشن باوري كولو امر وكړو چا ته چې تراوسه په كوم سبب ويكسين نه دې لګولې شوي۔ده اولس ته د غوره طبي آسانيو باوري كولو هم امر وكړو دغسې چې د پوليو د خپرېدو په سختۍ سره مخ نيوې وكړے شي۔وزيراعظم د پوليو په مخ نيوي كښې په غوره كاركردګۍ ښودلو ډپټي كمشنرز ته د پاكستان په قامي ورځ د قامي اتلانو په توګه د ډاډګيرنې وركولو سپارښتنه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں