د وزيراعظم دورې په مهال به چينائي صدر ٬ وزيراعظم او بېلو كاروباري شخصياتو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو په اړه كتاب وړاندې كولې شي

image

اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان د چين د دورې په مهال به د چينائي صدر او وزيراعظم پشمول بېلا بېلو كاروباري شخصياتو ته يو كتاب وړاندې كولې شي دغسې چې هغوي په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ له مېشته فرصتونو څخه خبر كړي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو په اړه تيار كړي شوي پچ بك كښې په شعبه جاتي بنيادونو تفصيلات شامل كړې شوي دي۔ كتاب كښې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ وړ څانګو او د حكومت لخوا په دې څانګو كښې د وړاندې كېدونكو آسانيو په اړه تفصيلات موجود دي۔ د پاكستانې پلاوي غړي به د چين دورې په مهال دا كتاب چينائي سرمايه كارو او كاروباري شخصياتو ته وړاندې كوي ۔ِ د دې كتاب مقصد په هېواد كښې د سرمايه كارۍ موقعو ته وده وركول دي

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں