د وزيراعظم د چين دوره زمونږ د توقع نه زياته کاميابه وه، چين او پاکستان د يو بل تر څنګ ولاړ دي او وي به ٬ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد۔6فروری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چين ته د وزيراعظم دوره زمونږ د توقع نه زياته کاميابه وه٬ په ونټر اولمپك دستوره كښې چې د پاكستانۍ ډلې د چين اولس په كوم ډول هركلې وكړو د هغې مثال نه شي موندلې٬ چين او پاكستان د يو بل ترڅنګ ولاړ دي او وي به ٬ د مقبوضه كشمير په اړه چين او پاكستان يو ډول سوچ لري ٬ د مارچ په وروستۍ اونۍ كښې به د چين دوره كوم ٬ بيجنګ كښې به د افغانستان د ټولو ګاونډي هېوادونو غونډه كېږي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم د چين دورې حوالې سره وفاقي وزيرانو سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې خارجه وزير ووئيل وزیراعظم عمران خان د چين صدر شي جن پنګ سره په اولني ځل يو تفصيلي ملاقات وكړو كوم كښې چې په دوه اړخيزه اړيكو او سي پېك منصوبو بشپړه خبرې وشوې٬ وزيراعظم عمران خان نوموړو چينائي كمپنيو سره 18 نه تر 20 مهم ملاقاتونه وكړل۔ خارجه وزير ووئيل زما خپل چينائي همڅنګ سره هم ملاقات وشو په كوم كښې چې دا خبره وشوه چې زه به د افغانستان صورتحال حوالې سره د مارچ په وروستۍ اونۍ كښې د افغانستان دوره كوم۔ د افغانستان په اړه تګلاره وضعه كولو له به په بيجنګ كښې د افغانستان د ټولو نزدې ګاونډي هېوادونو مهمه غونډه كېږي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل چین په افغانستان كښې د پاكستان د كردار اعتراف كوي ٬ دې سره سره چين ٬ پاكستان او افغانستان درې اړخيزه ډله به يو وارې بيا فعاله كړؤ۔ خارجه وزير ووئيل د مودي په دور كښې د مسلمانانو په شمول په اقليتونو ظلم او د بشري حقونو خلاف ورزۍ روانې دي۔ هغه ووئيل چين په مقبوضه كشمير د پاكستان د دريځ يو وارې بيا بشپړه ملاتړ كولو له د خپل لوظ پخلې كړې دې۔ هغه ووئيل د چين مشرتابه سره اقتصادي مرستې ته په وده وركولو بشپړه خبره شوې ده۔ وزیراعظم عمران خان د چین نوموړې تھنك ټېنكس سره ملاقات كښې د پاسكتان دريځ په ډاګه كړو۔ خارجه وزير ووئيل په ونټر اولمپك دستوره كښې چې د پاكستانۍ ډلې د چين اولس په كوم ډول هركلې وكړو د هغې مثال نه شي موندلې۔ هغه ووئيل پرېكړه شوې ده چې د چين كاميابې دورې نتيجې باوري كولو له به فالو اپ مېكنزم جوړولې شي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں