وزيراعظم عمران خان د نورو نړيوالو لارښودو سره د بيجنګ وينټر اولمپكس 2022 پرانستې دستوره كښې ګډون وكړو

image

بيجنګ 04 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د نورو نړيوالو لارښودو سره د بيجنګ وينټر اولمپكس 2022 پرانستې دستوره كښې ګډون كړے۔د پرانستې دستوره د جمعې په ورځ نېشنل سټېډيم بيجنګ كښې وشوه د كومې پرانسته چې د چين صدر شي جن پنك وكړه۔د وزيراعظم عمران خان سره خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر هم په دستوره كښې ګډون كولو۔د مېډيا رپورټس له مخې د 91 هېوادونو نزدې 3000 اتهليټس په 109 مېډل ايونټس كښې برخه اخلي۔د پرانستې په دستوره كښې اتهليټس پرېډ وكړو چې پكښې محمد كريم هم شامل ؤ كوم به چې په الپائن اسكيئنګ كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔وزيراعظم عمران خان او د هغه پلاوي په خپلو چوكو په سټېډيم كښې د موجوده نورو تماشګيرو سره د پاكستان د ډلې هركلے وكړو۔بيجنګ وينټر اولمپكس به تر 20 فرورۍ روان وي۔اتهليټس د شانداره داخلي لارې څخه په سټېډيم كښې قدم كېښودو كومې ته چې”ګيټ آف چائنا”او “ونډو آف چائنه وئېلي كېږي۔”ګيټ آف چائنه”د دې خبرې علامت دے چې چين د اولمپك وينټر لوبو كښې نړۍ ته هركلي وئېلو لپاره خپلې دروازې پرانستلې دي

مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں