كراچۍ كښې د ترهه ګرۍ په پېښه كښې د چينائي وګړو د مرګ پېښې پلټنې پېل كړے شوي٬ډېر زر به مجرمانو ته ورسوو٬د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله د چين قونصلټ ته د تګ په موقع خبرې

image
APP67-270422 KARACHI: April 27 - Federal Minister for Interior Rana Sana Ullah Khan holding a meeting with H.E. Li Bijian and his team during his visit to the Consulate to offer condolences over the death of Chinese Nationals. APP

كراچۍ 27 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي كراچۍ كښې د ترهه ګرۍ په پېښه كښې د چينائي وګړو د مرګ پېښې پلټنې پېل كړے شوي٬ډېر زر به مجرمانو ته ورسوو٬د پاك چين اړيكو خرابولو هر سازش به ناكامه كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د چين قونصلټ ته د تګ په موقع په خپلو خبرو كښې وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله د شهباز شريف په خاص سپارښتنه كراچۍ ته رسېدلے ۔وفاقي وزير د چين قونصلر جنرل سره د كراچۍ په چاودنه كښې د چينائي وګړو په مړينه غمرازي ښكاره كړې ۔وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله د چين قونصلر جنرل ته د وزيراعظم خاص پیغام هم رسولے ۔وفاقي وزير په وزيټر بورډ بك كښې د كراچۍ پیښې په اړه خپل تاثرات هم وليكل۔په دې مهال داخله سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر هم د د وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله سره ملګرے وو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې رانا ثناﺀ الله ووئيل زه د وزيراعظم په خاص سپارښتنه د چين وګړو تعزيت لپاره قونصلټ ته راغلے يم۔ده د چينائي وګړو په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ پېښه د غندنې وړ ده٬د پیښې پلټنې پېل شوي۔مجرمانو ته به زر تر زره ورسوو۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د كراچۍ پېښې پلټنې مانيټرنګ پخپله كوي۔ده ووئيل د چينائي وګړو په مړينه ټول قام دړدېدلے دے ۔ده ووئيل چين او پاكستان په خپلو كښې په زړه پورې اړيكې لري او د پاك چين اړيكو خرابولو هره هڅه او سازش به ناكامه كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں