د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې خېبرپښتونخوا ته د برېښنا ټرپنګ٬لو ولټېج٬اووربلنګ او غېر اعلانيه لوډشېډنګ په پیښو چارو غونډه

image

اسلام آباد02 فروري (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې د خېبرپښتونخوا اولس ته د برېښنا ټرپنګ٬لوولټېج٬اووربلنګ او د غېر اعلانيه لوډشېډنګ پېښو چاروپه اړه غونډه د شورو په ورځ په پارليمڼت هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د پیښور اليكټرك سپلائي كمپني او نېشنل ټرانسمېشن اينډ ډسپيچ كمپنۍ اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د خېبرپښتونخوا او په خاص توګه د صوابۍ اولس ته پیښ ټرپنګ٬لو ولټېج٬اووربلنګ او غېر اعلانيه لوډشېډنګ پشمول د برېښنا نورو مسئلو حل كولو كښې ولاړ خنډان لرې كولو سره دې د زر تر زره غېر د كوم تعطل د برېښنا وركولو له ټول وسائل وكارولې شي۔ دغسې چې اولس د برېښنا مسئلو سره مخ نه شي۔سپيكر چارواكو ته د ګرېډ سټېشن په وخت بشپړولو له د اقداماتو سپارښتنه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں