اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خاص مرستيال علي نواز اعوان وئېلي دي نواز شريف د بدعنوانيو او ناسمه كارونو په سبب د عدالتونو څخه سزا شوے ٬نواز شريف يوازې ملزم نه دے بلكې د عدالتونو نه سزا شوے مجرم دے ۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل پخوانے وزيراعظم په طبي بنيادونو علاج لپاره بهر هېواد ته تللے ؤ او د هغه وړوكې ورور شهباز شريف د هغه ضامن دے او هم هغه د هغه د بېرته راوستلو ذمه وار دے ۔