اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په متحده عرب امارات د حوثي ياغيانو لخوا د ميزائل بريد غندنه كولو سره دا د منطقې امن او سلامتيا لپاره خطر ګرځولے۔ د شورو په ورځ وزيراعظم د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب امارات د وسله والو ځواكونو سپريم کمانډر شېخ محمد بن زېد النيهان سره د ټېلي فوني تماس په مهال كړې او د حوثي ياغيانو لخوا د جنورۍ په 30مه نيټه په متحده عرب امارات د ميزائل بريد په سختو ټكو غندنه كړې۔ ده د متحده عرب امارات لخوا په وخت او د موثره فضائي دفاع څخه د قېمتي ځانونو زيان څخه د ساتلو د اقدام ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم د متحده عرب امارات قيادت، اولس او حكومت سره د يوالي څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په دې وروستيو كښې په بريدونو د تشويش څرګندونه كولو سره دا د منطقې امن او سلامتيا لپاره خطري ګرځولي ۔ وزيراعظم عمران خان د خبرو او د سفارتكارۍ د لارې د سيمه ايز امن او سلامتيا ودې او تحفظ لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ دواړو مشرانو په شريكه مرسته او شريكو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه او د لوړې كچې د نزدې او باقاعده مشاروت روان ساتلو له ئې اتفاق وكړو