د رابطه عالم اسلامي اسلام او مسلمانانو لپاره هڅې د ستائنې وړ دي۔ طاهر محمود اشرفي

image
APP46-150321 ISLAMABAD: March 15 - Special Representative to Prime Minister on Religious Harmony and Middle East, Hafiz Muhammad Tahir Mehmood Ashrafi addressing a press conference. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د رابطه عالم اسلامي اسلام او مسلمانانو لپاره هڅې د ستائنې وړ دي۔ د اتوار په ورځ د رابطه عالم اسلامي د مركزي سپريم كونسل غونډې نه پس خپلو خبرو كښې ده ميډيا ته ووئيل د مذهبونو ترمېنځه د مكالمې او اسلامو فوبيا په اړه د رابطه عالم اسلام پاکستان علماء و مشائخ او د حکومت موقف يو دے، مثياق مکة مکرمه او پيغام پاکستان د امن٫ سلامتيا٬ اخوت محبت او د اسلام صحيح ترجماني ده۔ ده ووئيل رابطه عالم اسلام د مسلمانانو لارښونه كښې اهم كردار لوبوي، ټوله اسلامي نړۍ د رابطه عالم اسلامي لخوا په ديني مسئلو لارښودنه حجت ګڼي۔ د يادونې وړ ده چې نن د رابطه عالم اسلامي د مرکزي سپريم کونسل ورچوئل غونډه د سعودي مفتي اعظم په مشرۍ كښې شوې چې پكښې د د رابطه عالم اسلام عمومي سېكتر ډاکټر عبدالکريم العيٰسي ٬ د متحده عرب امارات مفتي اعظم او د اوقاف وزير او مفتي اعظم شيشان او پاکستان څخه د حافظ محمد طاهر محمود اشرفي پشمول د اسلامي نړۍ مهمو علماﺀ كرامو ٬ مشائخو او مشرانو ګډون كړې

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں