اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په ايوان صدر كښې د يتيمانو ماشومانو كوربتوب كول يو اعزاز دے او دا زما د ژوند په ښو ورځو كښې يوه ورځ ده۔د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د يتيمانو ماشومانو لپاره د روژه ماتي مېلمستياﺀ نه پس په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل د دې ماشومانو كوربتوب كول٬د دوي سره خبرې كول٬د دوي د خوبونو په حقله پوښتنه كول٬ دوي له د تعليم ترغيب وركول٬دوي سره عكسونه جوړول زما لپاره د اعزاز خبره ده۔ده ووئيل نبي كريم(ص)عمر له د ماشومانو سره رېښتنې مينه كړی٬يو ځل نبي كريم(ص) يو غم جن يتيم ماشوم خپل كور ته او ځان سره جومات ته بوتللو٬په دې ډول پېښو كښې د ټولنې لپاره هدايت دے۔دا خبره دې ياده وي صدر ډاكټر عارف علوي او وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي د اړخه په ايوان صدر كښې د يتيمانو ماشومانو ډاډګيرنې لپاره د روژه ماتې مېلمستياﺀ شوې وه