د وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك د ډاكټر شيريں مزاري د ملګرو ملتونو خاص استازي ته په ليكلې خطونو غبرګون

image

اسلام آباد۔5مئی (اے پی پی) د توان وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك د ډاكټر شيريں مزاري د ملګرو ملتونو خاص استازي ته ليكلې خطونه ” مونږ بچ كړۍ اپيل” ګرځولې دې۔ په دې اړه په خپل غبرګون كښې ډاكټر مصدق ملك ووئيل دا خطونه نه دي بلكې د “مونږ بچ كړۍ” اپيل او خواست دې۔ وزیر مملکت ووئيل يو اړخ ته تحريك انصاف د امريكا لخوا د بهرني سازش خبره كوي او بل اړخ ته ملګرو ته د رحم اپيل كوي۔ ده پوښتنه وكړه چې دا لا كوم سازش دې؟ ده ووئيل يو اړخ ته د آزادۍ ادعاګانې كوي او بل اړخ ته سياست پړقولو له بهر هېوادونو ته خطونه لېږي۔ ده ووئيل په نورو فتوې تړونكې ګوند پي ټي آئي په كومه خله ملګرو ملتونو ته خطونه ليكي؟

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں