پاكستان د سيمه ايز پرمختګ٬تجارت٬توان او معيشت استحكام لپاره قطر سره شراكتداري غواړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف

image

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي پاكستان د سيمه ايز پرمختګ٬تجارت٬توان او معيشت استحكام لپاره قطر سره په ترجيحي بنيادونو شراكتداري غواړي٬د تعليم په څانګه كښې 10 لكه پاكستانو ماشومانو ته د تعليم آسانۍ په وركولو د قطر حكومت مننه كوو۔د نهې په ورځ سپيكر د قطر سفير شېخ سعود بن عبدالرحمان بن الفيصل الثاني سره په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په مهمو چارو تفصيلي خبرې وشوې۔سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل پاكستان ورور اسلامي هېواد قطر سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ورور هېواد قطر په هر سخت وخت كښې تل د پاكستان ملګرتيا كړې۔ده ووئيل پاكستان قطر سره پارليماني روابط او د ملګرتيا اړيكو ته د ودې وركولو خوښي لري۔د قطر سفير په دې مهال ووئيل قطر پاكستان سره خپل اړيكو ته اهميت وركوي۔قطر پاكستان سره په سماجي او اقتصادي څانګو كښې د مرستې خوښي لري او قطر به لس لكه ماشومانو ته په تعليمي آسانيو وركولو كښې د پاكستان مرسته كوي۔ده ووئيل قطري فرمز په پاكستان كښې سرمايه كاري زياتول غواړي ۔په پاكستان كښې د اقتصادي پرمختګ لپاره به قطر هره مرسته دوامداره ساتي۔ ده ووئېل په قطر كښې مېشته پاكستانيان د قطر په تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار تر سره كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں