اسلام آباد 26 اپريل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب سره د برتانيې هائي كمشنر كرسچين ټرنر د نهې په ورځ د هغې په دفتر كښې ملاقات كړے ۔ د برتانيې هائي كشنر مرېم اورنګزيب له د اطلاعات وزارت په منصب سنبھالولو مباركي وركړه او د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له ئې د كار كولو خواهش څركند كړو ۔ ملاقات كښې د ميډيا بيلو څانګو ٬ ډيجيټل ميډيا، ميډيا ټريننګ او فلم جوړولو كښې د مرستې پشمول دوه اړخيزه سفارتي اړيكو په وده د خيالاتو څركندونه وشوه۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيري مريم اورنګزيب ووئيل فيك نيوز د پاكستان پشمول ټولې نړۍ لپاره يو لوئ چيلنج دے ۔د برتانيې هائي كمشنر د اطلاعات وزيرې ته د پاكستان آزادۍ په 75مه سالګره مباركي وركړه۔ ملاقات كښې د پاكستان او برتانيې سفارتي اړيكو 75مه سالګره په ښه ډول لمانځلو ته هم اتفاق وكړے شو ۔ مرېم اورنګزيب ووئيل په 14 اګست د آزادۍ ورځې په موقع به د پاكستان او برتانيې په سفارت خانو او لندن كښې خصوصي دستورې كولې شي۔ دې ووئيل پاكستان او برتانيه د شريكو اړيكو په احترام، پراخه سيمه ايزو او به نړيوالو مسئلو يو ډول تصورات لري، مونږ دغه اړيكو ته د قدر په سترګه ګورو