اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر ته د قطر خارجه وزير ډاكټر عبدالطيف بن راشد الزياني ټېليفون كړے او د وزارت په چوكۍ سنبهالولو ئې مباركي وركړې۔د خارجه دفتر وياند د خالي په ورځ ووئيل د خارجه چارو وزير مملكت د قطر خارجه وزير په مباركۍ مننه كولو سره وئيلي دي پاكستان قطر سره خپلو اړيكو ته اهميت وركوي۔دوي د منطقې او دې نه بهر تل پاتې او جامع امن لپاره د شريكې مرستې روان ساتلو په ضرورت زور راوړے۔