پېنډۍ۔۔7اګست(اے پی پی) د پاك پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر وئيلي دي كه مذاكرات كېږي نو هغه به يوازې د پاكستان او د افغان عبوري حكومت ترمينځه كېږي كومې ترهګرې ډلې سره به خبرې كولې نه شي٬ اسلام د سلامتيا او امن دين دے٬ چا چې دا د ترهګرۍ ښكار كړې دې هغوي له به ځواب وركول وي٬ افغان كډوالو له به پاكستان كښې د پاكستان د قانون لمخې پاتې كېدل وي۔ ده په پېښور كښې تاریخی ګرېنډ جرګې ته خطاب كولو۔ د آئی اېس پی آر له مخې په خپل خطاب كښې د پوځ سرلښكر ووئيل پوځ ٬ امنيتي ادارې او اولس ټول يو دي۔ څوك چې امن برباد كول غواړي هغه مونږ څخه نه دي۔ ده ووئيل پاك پوځ د شهيدانو پوځ دے چې نعره يۍ ايمان ٬ تقوي او د پاك پروردګار په لاره كښې جهاد دے۔ پاكستان د كلمې په بنياد جوړې شوې دويم رياست دے۔ افغان حكومت مخاطب كولو سره د پوځ سرلښكر ووئيل آيا د احسان بدله د احسان نه علاوه بل څه هم كېدې شي؟ د پاكستان په آئين كښې حاكميت يوازې د پاك پروردګار دے۔ دا خوارج كوم ډول شريعت راوړل غواړي؟ ده ووئيل پاك پوځ به د وينې تر وروستۍ قطرې د ترھګرۍ په ضد جنګ كوي۔ ده ووئيل ترھګرو سره د رياست په وړاندې د سر ټيټولو نه غېر بله كومه لاره نشته۔ ده ووئيل مونږ د پاك پروردګار په لاره كښې جهاد كوؤ او كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به كامياب پاتې كېږو۔ ده ووئيل د كے پي كے پوليس يو زبردست فورس دے او دې بلها قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت له منظورۍ څخه وروستو به د قبائلو د انضمام مسئلې حل كولو له يو سېکرټرېټ جوړولې شي۔ مونږ به معاشي پرمختګ سره اړوندو منصوبو كښې د ضم شوي قبائي اولس ګډون باوري كوؤ۔ د پاك پوځ سرلښكر ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت سره په ګډه به نوې ضم شويو ضلعو كښې د 81 ارب ماليت پرمختيائي او خېر ښېګړې منصوبې پېل كولې شي۔ په ضم شويو ضلعو كښې به د پوليس 43 منصوبې د 7 اربو روپو لګښت سره بشپړ كولې شي او 54 روانې منصوبې به زر تر زره پايې ته رسولې شي۔ قبائلی مشرانو ووئيل قبائلي اولس پوځ سره ولاړ وو او وي به۔ په آخر كښې قبائلي مشرانو د هېواد پرمختګ او سوكالۍ په شمول امن لپاره خصوصي دعا وكړه۔