لاهور 11 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې هر كس له به د هېواد پرمختګ لپاره د خپلې خپلې برخې كردار لوبول وي٬ بېورو کرېسي له به د اسلام په بنيادي اصولو عمل كولو سره د قام او هېواد خدمت كول وي٬ په نورو هېوادونو د ملاتړلو په ځائ به خودكفالت لپاره هڅې كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په نېشنل سکول آف پبلك پاليسي كښې د 118م نېشنل مېنجمنټ کورس او سينئر سرکاري افسران ګرېجواېشن دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ صدر مملکت ووئيل بايد د هېواد په پرمختګ كښې د سركاري چارواكو او اهلكارو كردار مثالي وي٬ بهتر نظم او نسق او د بدعنوانۍ خاتمې سره معاشره پرمختګ كوي۔ ده ووئيل علم سره سره د جذباتو تربيه هم ډېره ضروري ده٬ افسران مخاطب كولو سره ده ووئيل په انساني ژوند كښې ځينې فارمېټو كالونه وي كومو څخه چې تاسو تېر شوې ئې۔ ده ووئيل د هر راتلونكي حكومت انحصار په سركاري چارواكو وي، د هېواد نظم و نسق چلولو لپاره ستاسو كردار لازم و ملزوم دے۔ ده ووئيل د سول سروسز په تاريخ كښې ډېر افسران تېر شوې دي چا چې د ګډګورننس او كرپشن خاتمې لپاره هڅې كړې دي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل قرآن مجيد په وړومبي سورت كښې د رياست د ذمه وارۍ تعين كېږي٬ د پاكستان چې كوم بنيادي مقصد دې ھغه په قرآن كښې موجود دې٬ د پاكستان د روح بنياد د اولس په خدمت كښې پټ دے٬ د خدمت كار آسان نه دې دې لپاره جذبې ته اړټيا ده۔ ده ووئيل کميونيکيشن يو بهترين هنر دے كوم چې تاسو سره پكار دے۔ د دستورې په پائي كښې صدر ممکت د 33م سينئر مينجمنټ کورس او د 118م نېشنل مينجمنټ کورس ګډون كوٶنكو له سندونه وركړل۔ د دې نه وړاندې د نېشنل سكول آف پبلك پاليسي ډائرېكټر ډاکټر اعجاز منير د كورس په اغراض او مقاصدو رڼا واچوله۔