يو هېواد يا اداره هم د افغانستان مالياتي بحران او انساني الميې لاره نيولو لپاره يوازې هېڅ څه نشي كولې٬ اجتماعي ستړو ته اړتيا ده۔ د اسلامي پرمختيائي بېنك چيئرمېن ډاکټر محمد الجاسر

image

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د اسلامي پرمختيائي بېنك چيئرمېن ډاکټر محمد الجاسروئيلي دي چې يو هېواد يا اداره هم د افغانستان مالياتي بحران او انساني الميې لاره نيولو لپاره يوازې هېڅ څه نشي كولې٬ په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره په نړيواله كچه اجتماعي ستړو ته اړتيا ده، افغانستان ته د بشري خواخوږۍ له مخې مرستې سره سره د اوږدې مودې پرمختګ او مالي مرسته ضروري ده۔ د اتوار په ورځ د اسلامي مرستې كونسل (او آئي سي) د خارجه وزيرانو 17مې غېر معمولي غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل نن مونږ خپل افغان وروڼو خوېندو سره يوالي لپاره راغونډ شوې يو، افغانستان نن هر ډولو چېلنجونو سره مخ دے٬ د افغانستان په انساني بنيادونو مرسته كول ډېره ضروري ده۔ ده ووئيل زمونږ وړومبۍ ترجيح خوراك او د تعليم لپاره مرسته كول دي، د بيا روغتونې د لارې د افغانستان مستحکم كولو ته اړتيا ده٫ د افغانستان كليوالو سيمو كښې به زرعي څانګې ته سهولتونه وركوٶ، يو هېواد هم په يواځې د افغانستان مسئله نشي حل كولې۔ ده ووېيل نړيوالې ورورولۍ له د ماضي د تېروتنې نه زده كړه كولو سره د افغانستان مسئل لپاره خپل بشپړه كردار لوبول پكار دې۔ ده ووئيل نړيوالو ادارو او سيمه ايزو تنظيمونو له په موجوده صورتحال كښې د افغانستان مرسته پكار ده دغسې ھغوي د اوسني بحران نه رابهر شي۔ ده ووئيل بېنك كال 1975 راهسې په اسلامي نړۍ كښې خدمات ترسره كوي په ټوله موده كښې ئې د او آئي سي د غړو هېوادونو بشپړه مرسته كړې ده چې مقصد ئې دوي په اقتصادي او سماجي توګه قوي كول وي۔ ده ووئيل افغانستان لپاره هيومينيټيرن ټرسټ فنډ جوړ كړے دے، اسلامي پرمختيائي بېنك به په افغانستان كښې مالياتي رابطو لپاره هم خپل كردار لوبوي٬ مونږ ټولو هېوادونو څخه په دې لړ كښې د مرستې خواهش لرو۔ ده د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په كنفرنس كولو د پاکستان او د سعودي عرب مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں