اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سيالکوټ پېښه په سختو ټكو غندلو سره وئيلي دي په پېښه كښې ككړ كسان انصاف سره مخ كولو لپاره ټول ضروري اقدامات شوي، موسمياتي بدلون٬ تعليم، د غربت خاتمه، توان او د صحت چيلنجونو مخنيوي لپاره د سارك هېوادونو ترمينځه مرسته قوي كولو ته اړتيا ده۔ د جمعې په ورځ د سارك عمومي سېكتر اېسالا روان ويراکون وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان دورې په مهال ملاقات كړے ۔ په دې موقع وزيراعظم د سارك لا ښه كولو او ودې لپاره د عمومي سېكتر د هلو ځلو ستائنه وكړه او ده ته ئې د سارك دائره كار له مخې سيمه ايزه مرسته لا قوي كولو لپاره د پاكستان حكومت لخوا د ملاتړ دوامداره ساتلو باور وركړو۔ وزيراعظم د سيالکوټ پېښه غندلو سره د پريانتھا کمارا په مرګ غمرازي وكړه او وئ وئيل هېڅ جواز نشي وړاندې كېدے ٬ شرخوښي انصاف سره مخ كولو لپاره ضروري اقدامات شوي۔ د سارك چارټر مقاصد او هدفو څخه په شريكه توګه مستفيد كېدو لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې د سوئيلي آسياء د اولس ژوند ښه كولو لپاره سارك اقتصادي بهترۍ لپاره يو سازګار او ګټور ماحول وركولې شي۔ وزيراعظم هيله څرګنده كره چې د سارك د مشرانو كنفرنس كوربتوب كښې رامخې ته مصنوعي خنډان په خاتمېدو به كنفرنس په پاكستان كښې رابللے شي ۔ دغسې د سارك عمومي سېكتر د وزيراعظم د سارك مسئلو حل له د لارښوونې مننه كولو سره ده له باور وركړو چې د سارك غړو هېوادونو ترمېنځه مرسته لا مستحكمولو لپاره به هڅې روانې ساتو كومې چې د سوئيلي آسياء د ټولو هېوادونو په ګټه دي