د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د كرسمس ټري د مخ كتنې دستوره كښې ګډون وكړو

image
APP66-211221 ISLAMABAD: December 21 –Interior Minister Sheikh Rashid Ahmed cutting ribbon at D Chowk Islamabad to unveil Christmas tree in front of Presidency at Constitution Avenue on Tuesday in connection with Christmas festivities in Capital.APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د نهې په ورځ د كرسمس تهوار په مناسبت په ډي چوك اسلام آباد كښې د كرسمس ټري د مخ كتنې په دستوره كښې ګډون كړے۔ په دې موقع مسيحي ټولنې سره تعلق لرونكي ګڼ شمېر كسان موجود وو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل سي ډي اے ته مباركي وركوم كومې چې د كرسمس د تهوار په بشپړه توګه د لمانځلو چمتوالے نيولے۔وفاقي وزير ووئيل په پاكستان كښې اقليتونه ټول حقونه لري٬د هېواد ټول وګړي يو برابر دي۔ده ووئيل د سيالكوټ په پېښه شرمندګۍ سره مخ شوي يو٬د پېښې نه پس زما اراده ده چې په كليساګانو كښې د مسيحي ټولنې ډاډګيرنه وكړم۔ده ووئيل په وړومبي ځل د پارليمان د ودانۍ او د ايوان صدر په وړاندې كرسمس ټري لګولې شوې ۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں