اسلام آباد۔28دسمبر (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي نواز شريف پخپله نه راځي٬ مونږ به ئې بېرته راولو٬ مولانا فضل الرحمن له درېو كلونو څخه تاريخونه وركوي ٬ حكومت له مينځه وړل د هغه د وس خبره نه ده٬ دې لپاره قيادت پكار وي كوم چې هغه نه لري٬ د رانا شميم د حلفيه بيان نه وروستو معلومه شوه چې نواز شريف اېنډ كمپني څومره لويه سیسیلین مافیا ده٬ په عدالتونو فشار اچولو سره هغوي د كېسونو پرېكړه د ځان په حق كښې كول غواړي٬ وفاقي كابينې د قومي سلامتيا پالېسۍ منظوري وركړې ، د وزیراعظم عمران خان په مشرتابه كښې مو يو مهم ګام اغستے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو ميډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل تر كومې چې عام وګړے په سماجي او قانوني توګه مطمئن نه وي د هېواد امنيت به خطر سره مخ وي۔ هغه ووئيل د قامي سلامتيا پالېسۍ كښې عام وګړي ته خصوصي پاملرنه شوې۔ په كال 2014ء كښې په دې پالېسۍ كار پېل شوے ؤ او په 2021 كښې د دې پالېسۍ منظوري وركړې شوه۔ هغه ووئيل په ماضي كښې د نېشنل سېكورټي پالېسۍ په نكته نظر اتفاق نه ؤ راغلے ٬ د وزيراعظم په مشرۍ كښې مونږ يو مهم ګام اغستے ۔ هغه ووئيل كابينې ته د يوريا په پېداوار هم بريفنګ وركړے شوے٬ دا مهال په پاكستان كښې زرعي څانګې ته حكومت خاص پاملرنه كوي۔ هغه ووئيل 1100 اربه روپۍ اضافي د كركيلې څانګې ته وركړې شوې۔ هغه ووئيل په نړيواله منډۍ كښې د ډی اے پی بيعه نزدې 12 زره روپو ته رسېدلې ٬ ډي اے پي په پاكستان كښې نه جوړېږي٬ 70 فيصده درآمد كېږي۔ هغه ووئيل په نړيواله منډۍ كښې د زياتو شوو بيعو د لاسه پاكستان كښې په ځينو ځايونو كښې د يوريا كمے محسوس شوے٬ مونږ د يوريا زياته ذخيره لرؤ٬ بيعه هم مستحكمه ده ٬ په ځينو ځايونو كښې د سمګلنګ شكايتونه هم رامخې ته شوي۔ د اطلاعات وزير ووئيل كه يو ټرك يوريا سمګل شي نو نزدې 80 لكه روپۍ ګتي۔ هغه ووئيل كابينې پنجاب حكومت ته وئېلې دي چې د يوريا د ذخيره اندوزۍ او سمګلنګ مخنيوي په ضد كارروائي وكړي٬ د يوريا په مصنوعي كمي به قابو وموندلے شي او په 48 ساعتو كښې به بهتري رامخې ته شي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل كابينې د پارليماني غړو د كال 2019 ټېكس ډائرېكټري شائع كولو امر هم كړے ٬ په پاکستان كښې يوازې د سياستمدارو ټېكسونه اولس ته وړاندې كولې شي٬ هغه ووئيل عمران خان د يو داسې حكومت بنياد اېښودے كوم چې په سپېځلتيا اډانه لري۔ هغه ووئيل د سياستمدارو او د هغوي د كورنيو اثاثې زمونږ د وړاندې دي٬ د نوې ډائرېكټرۍ په نتيجه كښې به د ټېكس ادائيګۍ هم رامخې ته شي۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د خزانې وزارت په سپارښتنه د هاؤس بلډنګ فنانس كمپني لمټېډ بورډ آف ډائرېكټرز منظوري وركړې شوې ٬ شهزاده نقوي ٬ فائزه کپاډیه، یاسمین لاری، عدنان علی او عمران احد به بورډ آف ډائرېکټرز كښې شامل وي۔ هغه زياته كړه چې كابينې د سېکورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن موجوده چيئرمېن مسعود نقوي استعفی منظورولو سره د محمود مانډوي والا د بورډ ممبر په توګه او د چيئرمېن تعيناتولو منظوري وركړې ۔ د خزانې وزارت په سپارښتنه كابينې په مانیټری اېنډ فسکل پالیسیز کوآرډینیشن بورډ د نوموړي اقتصادي پوهه ډاكټر اعجاز نبي د غوره كولو منظوري وركړې ۔ هغه ووئيل كابينې د اطلاعات وزارت په سپارښتنه محمد عاصم د پېمرا اېګزېكټو ممبر په توګه د تعيناتۍ منظوري هم وركړې ۔ دغسې كابينې د داخله وزارت په سپارښتنه د ناظم جوكھيو د وژنې پېښې پلتڼيو له د تحقيقاتي ډلې جوړولو منظوري وركړې ۔ ناظم جوكھيو په مېمن ګوټھ كراچۍ كښې وژلے شوے ؤ۔ په دې ډله كښی پولیس انټیلی جنس اېجنسیز او د سول او عسكري ځواكونو نمائندګان شامل دي۔ هغه ووئيل كابينې د نازیه شاهین او شبر عباس په ضد د اېکسټرېډېشن كارروائۍ پېل كولو منظوري وركړه۔ د دواړو تورنو تحويل لپاره د اطاليا حكومت غوښتنه كړې دغسې چې د دوئي په ضد د قتل مقدمې كارروائي مخ په وړاندې بوتللې شي۔ كابينې د محمد عثمان په ضد د اېكسټرېډېشن كارروائۍ پېل كولو هم منظوري وركړې۔ د محمد عثمان تحویل لپاره متحده عرب امارات غوښتنه كړې وه۔ وفاقي وزير ووئيل كابينې ډاکټر شائسته ذیشان د څلور كالو مودې لپاره د اېګزېکټو ممبر نیشنل میډیکل اتھارټی پاکستان میډیکل کمیشں په توګه د تعيناتۍ هم منظوري وركړې۔ وفاقي وزير ووئيل كابينې د منصوبه بندۍ وزارت په سپارش د پاکستان پلاننګ اېنډ مېنجمنټ انسټیټیوټ بل 2021ء د قانون مسوده جوړې كړې كمېټۍ ته د وړاندې كولو منظوري وركړې۔ دې قانون سره به پي اېم آئي ته خپلواكه حېثيت ترلاسه وي۔ هغه ووئيل كابينې د اداراجاتي اصلاحات كمېټۍ د يكم دسمبر 2021 غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق هم كړے اووزارتونو ته حق وركړے شوے چې هغوي په خالي چوكو په عارضي توګه شپږو مياشتو لپاره بھرتۍ وكړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د كابينې د قانون كمېټۍ د 16 او 17 دسمبر 2021ء غونډو كښې د شوو پرېكړو توثيق كړے په كومو كښې چې د قائداعظم فائونډېشن اېکټ 2021ء مسودہ، د پاکستان سپورټس بورډ 2021ء جوړول، د سېکورټیز اینډ فیوچرز مارکیټ بل 2021ء منظوري ، د پاسپورټ رولز 2021ء مسودہ، د ټرانسفر آف رېزیډوئل (Residual) آئل رېګولېټری فنکشنز ټو اوګرا او د اسټېټ بېنک آف پاکستان (بدلون) بل 2021ء شامل دي۔ هغه ووئيل كابينې د داخله وزارت په سپارښتنه د پاكستان حكومت او برطانيې حكومت ترمينځه د ریټرنز اینډ ری اېډمېشن دوه اړخيزه لوظنامې لاس ليك كېدو منظوري هم وركړې۔ په دې موقع د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل مولانا فضل الرحمن له د درېو كلونو نه تاريخونه وركړے كېږي٬ پی ټی آئی چې كله اقتدار ترلاسه كړو نو په اولني كال مولانا فضل الرحمان اسلام آباد ته راغلے ؤ۔ د هغه خيال ؤ چې مونږ به حكومت ختم كړؤ ٬ هر درې مياشتې پس هغه نوے تاريخ وركوي٬ ميډيا بايد د هغه د درېو كالو بيانونه رامخې ته كړي۔ده ووئېل حكومت له مينځه وړل د هغه د وس خبره نه ده٬ دې لپاره قيادت پكار وي كوم چې هغه نه لري۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د رانا شميم د حلفيه بيان نه وروستو معلومه شوه چې نواز شريف اېنډ كمپني څومره لويه سیسیلین مافیا ده٬ په عدالتونو فشار اچولو سره هغوي د كېسونو پرېكړه د ځان په حق كښې كول غواړي۔ هغه ووئيل نوزا شريف پخپله هېواد ته نه راځي ٬ هغه خو به مونږ راولؤ ٬ برطانيه سره په دې اړه تر كافي حده چارې ترسره شوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پارلېمنټ كښې مني بجټ نه زمونږ د اېډجسټمنټس په اړه بل وړاندې كېږي ٬ دا بل به دې سېشن كښې منظور شي ،په كابينه كښې په دې ابتدائي بحث شوے۔ هغه ووئيل نواز شريف او زرداري چې پاكستان سره څه كړي د هغې په نتيجه كښې مونږ معاشي ستونزو سره مخ يؤ٬ مخالفه ډله دې په دې د خبرو كولو په ځائې متبادل رامخې ته كړي۔