نګران حكومت به د خپل مينډېټ له مخې زر تر زره اولس ته د زيات نه زيات ريليف وركولو هڅې كوي٬ انوار الحق كاكړ

image

اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې نګران حكومت به د خپل مېنډېټ له مخې زر تر زره اولس ته د زيات نه زيات ريليف وركولو هڅې كوي۔ ده دا خبره د اتوار په ورځ په خپل يو ټويت كښې وكړه۔ ده ووئيل غونډې ته پاور ډويژن بريفنګ وركړو په كوم كښې چې د وفاقي وزيرانو په شمول سېكترانو هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د برېښنا بلونو كښې ريليف وركولو له د توان او خزانې وزارت ته په ګډه د لائحې جوړولو ذمه واري وسپارلې شوه۔ وزیراعظم ووئيل بېلو سركاري ملازمينو ته د وېړيا يونټس وركولو معاملې په اړه هم بشپړ رپورټ طلب كړے شو۔ په سركاري دفترونو كښې د برېښنا استعمال كمولو له به فوري ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل سبا به ټولو صوبو سره مشاورت كولې شي۔ نګران حكومت به د خپل مېنډېټ له مخې اولس ته د زياتو نه زياتې آسانۍ وركولو هڅې كوي۔

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں