هنزه 13 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ په ګلګت بلتستان كښې د برېښنا د مسئلو زر تر زره د حل كولو باور كولو سره اړوند چارواكو ته په سيمه كښې نجي څانګې سره په ګډه په ځائي توګه د برېښنا پېداوار لپاره د لائحې جوړولو امر كړې دے، وزيراعظم اړوند چارواكو ته په ګلګت كښې د مواصلاتي نظام بيا رغونې او بهترۍ لپاره د لائحې جوړولو هم امر كړې دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ د وادي هنزه دوره كړې او په دې مهال ئې ځائي سياسي قيادت، مشرانو او سماجي شخصياتو سره ملاقات كړې۔ په دې موقع وزيراعظم د قراقرم ايريا ډويلپمنټ آرګنائزېشن منصوبے هنرکھن دوره هم كړې۔ د هنزه سياسي او د سيمې مشرانو وزيراعظم په هنزه كښې د برېښنا بحران، د هنزه ضلعې د آبادۍ د تناسب حساب سره په ګلګت بلتستان اسمبلۍ كښې د اضافي چوكو وركولو او د نورو مسئلو څخه خبر كړو۔ وزيراعظم په دې موقع پلاوي ته په ګلګت بلتستان كښې د برېښنا مسئلې د زر تر زره حل باور وركړو۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته په ګلګت بلتستان كښې نجي څانګې سره د لوظنامو د لارې په ځائي كچه د برېښنا پېداوار لپاره د لائحې تيارولو امر وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ څانګې ته د رامخې ته مسئلو پحقله خبر كړې شو۔ په دې موقع سياسي او ځائي مشرانو وزيراعظم څخه د ګلګت بلتستان بېلا بېلې سيمې د هوائي سفر د لارې يو بل سره د تړلو مطالبه وكړه۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته په ګلګت كښې د مواصلاتي نظام بيا رغونې لپاره د لائحې جوړولو امر وكړو٬ په دې موقع سياسي مشرانو په ګلګت بلتستان كښې الېكشن په قامي كچه الېكشن سره د كولو درخواست وكړو۔ وزيراعظم د ګلګت بلتستان چيف سېكتر ته امر وكړٶ چې ھغه دې ټولې مسئلې زر تر زره حل كولو لپاره ترلاسه وسائل وكاروي۔ په ملاقات كښې د ګلګت بلتستان پخوانې ګورنر مير غضنفر علي خان، د ګلګت بلتستان اسمبلۍ پخوانۍ غړې راني عتيقه، د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړې کرنل (ر)عبيد الله بېګ، ګلګت بلتستان اسمبلي غړې دلشاد بانو او نور سياسي او سماجي شخصيات هم شامل وو۔ د دې نه پس وزيراعظم هنزه كښې د قراقرم ايريا ډويلپمنټ آرګنائزېشن منصوبې “هنر کھن” كښې د موجود کاډو ډيجيټل هب او د خاص كسانو د بحالۍ سنټر دوره هم وكړه۔ د دورې په مهال وزيراعظم د قراقرم ايريا ډويلپمنټ آرګنائزېشن انتظاميه د ځائي آبادۍ خېرښېګرې لپاره د خدماتو ستائنه وكړه ۔ د دورې په مهال وزيراعظم د کاډو هنر کھن ذهين فري لانسر زده كوٶنكو (انجونو او هلكانو) سره ملاقات هم وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د ګلګت بلتستان په ځوانانو كښې ګلګت د پرمختګ په لاره روانولو لپاره جوش او جذبه خوشيبنه د