لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ به د امريكې دورې په مهال په نيويارك كښې مصروفه ورځ تېروي

image

نيويارك 19ستمبر (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ به د امريكې دورې په مهال د نهې په ورځ په نيويارك كښې مصروف ورځ تېروي او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د 78مې غونډې پرانستې دستوره كښې به ګډون كوي۔ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به نن په نړيوال پرمختيائي اقدام د لوړې كچې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي او د غونډې ګډون كونكو ته به وينا هم كوي۔ وزيراعظم به په تلپاتې پرمختيائي اهداف د اعلٰی كچې مشرانو په غونډه كښې هم ګډون كوي او د غونډې ګډون كونكو ته به وينا كوي۔ د ايران صدر سيد ابراهيم رئيسي او د تركيې صدر رجب طيب اردوان سره هم د وزيراعظم ملاقاتونه متوقع دي۔وزيراعظم انوار الحق كاكړ به د امريكې صدر جوبائيډن لخوا د نړيوالو لارښودو په درناوي كښې وركړې كېدونكې د ماسخوتن مېلمستيا كښې هم ګډون كوي۔

مضمون کا ماخذ : کڑک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں