اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په هېواد كښې د مطالعې ودې لپاره كال 2021م لپاره لس غوره كتابونه اولس ته تجويز كړي۔د اتوار پھ ورځ په خپل وېډيو پیغام كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې بايد د پاكستان ځوان نسل او اولس د مطالعې عادت خپل كړي٬ د كتابونو لوستې سره د انسان نقطه نظر پراخا شي او په خپلو تعصباتو قابو موندلو كښې مرسته كېږي٬زه خپل ترلاسه كړې علم د خپلو تقريرونو د لارې اولس ته د رسولو هڅھ كوم او د اوسنيو حالاتو او د كمپيوټر سائنس په اړه كتابونه لولم۔ده ووئيل چې مونږ ته په هېواد كښې د كتاب لوستلو شوق ته د ودې وركولو ضرورت دې۔ده ووئيل چې خلك دې د دې كتابونو لوستې سره سره د نورو كتابونو مطالعه هم وكړي۔ ده ووئيل چې د حضرت محمد (ص) د سيرت طيبه او قرآني احكاماتو په اړه محمد(ص)Revelation غوره كتاب دے چې ليكوال يې معراج محي الدين دے۔ کیپټل اینډ آډیالوجی تھامس پکیټی ليكلے دے. په دې كتاب كښې مصنف د امير او غريب فرق د شمېرو د لارې بيان كړے. دا كتان د ګس اړخ نظرياتو ته نزدے دے. ده ووئيل چې په مساوات محمدي كښې دا خبره په نظر كښې ساتلې شي چې د غريب او امير ترمېنځه فرق نه وي. په پاكستان كښې د غريب او امير ترمېنځه فرق ختمولو لپاره د سياسي پرېكړو كولو ضرورت دے. ده ووئيل چې Anarchy د ویلئیم ډیلرمپل تصنیف دے، په دې كښې د هندوستان معاشي صورتحال بيان كړے شوے. يو وخت و چې د هندوستان معيشت د نړۍ تر ټولو لوي معيشت و. ده ووئيل چې د جېرډ ائمنډ په كتاب Upheavel كښې د بېلا بېلو هېوادونو او قومونو د عروج او زوال ذكر دے چې څنګه هېوانو او قومونو د بحرانونو مقابله كړې او رامخې ته كېدو سره د نړۍ په وړاندے راغلي. په دې كتاب كښې د روسيې او فن لېنډ حوالې هم وركړې شوې دي. Why Nations Fail د ډېرن اېسي موګلو او جېمز راهنسن كتاب دے. په دې كتاب كښې تاريخي تدريجي عمل بيان كړے شوے. په دې كښې د ټولنې د استحصال احاطه شوې. په پاكستان كښې هم د كرپټ واكمنو او استحصالي نظام په ضد هڅې روانې دي. ده ووئيل چې The Metric Society د سټېفن ما كتاب دے. په دې كتاب كښې دا وضاحت شوے د انسانانو ترمېنځه د موازنه څخه كوم صورتحال پېدا كېږي او والدين لپاره په خپلو بچو كښې موازنه كول مشكل دي. صدر مملكت ووئيل چې The Big Picture د شان کیریل تصنیف دے، په دې كتاب كښې کوائنټم مکینکس، کوائنټم فزکس او د آئن سټائن د جنرل او سپېشل تھیوری آف ریلیټیویټي په تناظر كښې د کائنات او انسان د خداي د لټون په حواله تعلق بيان كړے شوے. ده ووئيل چې د مېکس ٹېګ مارك کتاب Life 3.0 د نیورل نیټ ورك په اړه دے، مصنوعی ذهانت د نوي دور عكاسي كوي ، د ټېکنالوجې تند رفتار پرمختګ انسانیت لپاره لوي چېلنج دے. اوس به انسان نېغ په نېغه منسلك وي. Super Intelligence د نك بوسټروم تصنیف دے، دا كتاب د كمپوټر تند رفتار پرمختګ او په دې لړ كښې ريسرچ په اړه غوره كتاب دے. The Art of Thinking مصنف اېم وېټيكر په انسان كښې د سل تعصباتو په اړه ليكلے. ده دا هم وئيلي دي چې څنګه انسان د دې تعصباتو نه بچ كېدے شي او انصاف څومره مشكل وي. د دې لس كتابونو نه علاوه صدر مملكت ووئيل چې په هند كښې د ننه سياسي صورتحال او مسلمانانو سره د هند رويې په اړه ده د هندي مصنف خشونت سنګھ كتاب End of India او په هندي ګجرات كښې د فساداتو په اړه د رانا ايوب كتاب، په هند كښې د مسلمانانو حالت زار په اړه د اېم اے اكبر كتاب Riots after Riots لوستلي دي او د مذهبي تعليماتو په اړه ئې د علامه اقبال تصنيف په اسلام كښې د مذهبي فكر احيا نو مطالعه هم كړې. د باراك اوبامه د كتاب Promised Land مطالعه مې كړې او د باراك اوبامه د پروټوكول افسر د كتاب Protocol مطالعه مې كړې. Jinnah and Tilak ، د اسلامي پېښو او حديث په اړه د شاه بليغ الدين كتاب طوبی، د آخری مغل بادشاہ بهادر شاہ ظفر د حالت زار په اړه د ولیم ډیرلمپل تصنیف The Last Mughul او د مسلم لیګ وړومبي صدر سلطان محمد شاہ آغا خان آټو بائیو ګرافيWorld Enough and Time مطالعه ئې هم كړې. په دې كتاب كښې د تاريخ پاكستان په اړه د مسلمانانو مشرانو حالات او واقعات بيان شوي دي. دغسې د هغې زمانې د محلاتو مناظر هم قلمبند كړې شوي دي. ۔” The Makers of Modern Sindh” د قائداعظم محمد علي جناح، فاطمه جناح، حسن علي آفندي پشمول د نورو ځانګړو شخصياتو د كارنامو ذكر شوے. صدر مملكت ووئيل چې د دې كتابونو لوستلو سره زما د لوستې شوق زيات شوے. د علم په حساب سره مونږ سره د مطالعې وخت كم دے خو بايد مونږ كتاب لوستلو لپاره وخت وباسو. زه هم هڅه كوم چې د سفر په مهال او په نور فارغ وخت كښې مطالعې ته پام وكړم. په دې مهال په كتابونو كښې مهم نكات انډر لائن كوم او بيا دا قلمبند كوم