د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د راډيو پاكستان لخوا د پښتو سندرو د اي لائبرېري د اجراء هركلے او ستائنه وكړه

image

اسلام آباد 08 جنوري(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د راډيو پاكستان لخوا د پښتو سندرو د اي لائبرېري د اجراء هركلے او ستائنه كولو سره امر كړے چې د سندھۍ، پنجابۍ او د بلوچۍ پشمول د نورو كلتورونو او ژبو موسيقي هم ډیجیټلائزډ كولو سره نوې كول لپاره محفوظ كړئ٬ د هر هېواد پرمختګ د دوي د ورثې په قدر پټ دے، د خپل وخت شاعري د ھغه وخت بهترينه عكاسي وي۔ د جمعې په ورځ راډيو پاكستان كښې د پښتو سندرو لپاره د اي لائبرېرۍ پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې سېنېټر شبلي فراز ووئيل د پېښور دورې په مهال ما ته معلومه شوې چې د پېښور سټېشن د پښتو موسيقې محفوظوي، د پښتو موسیقۍ لپاره اي لائبرېري احسن اقدام دے، راتلونكے كول به دې څخه مستفيد شي۔ ده ووئيل راډيو پاكستان يو ځل بيا خپل روايات په ځاے ساتلو سره خپله ورثه محفوظولو لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل د پېښور سټېشن اهميت دا هم دے چې دا وړومبې راډيو سټېشن ٶ چې پكښې عظيمو شخصياتو كار كړے۔ ده ووئيل تر اي لائبريري به اولس په اسانۍ سره رسنه ولري٬ راډيو به ورثه دغسې محفوظوي او راډيو پاكستان ته دا اعزاز ترلاسه دے۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د دستورې په پائې كښې د راډيو پاكستان ډائریکټر جنرل عنبرین جان او عملې له مباركي وركړه او هيله ئې څرګنده كړه چې راډيو پاكستان به د خپلې ورثې حفاظت لپاره دغسې هڅې كوي۔ په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو سېكرټري زاپدہ پروین، ډائریکټر جنرل پاکستان براډ کاسټنګ عنبرین جان او د راډيو پاکستان نور چارواكي هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں