د قومی اسمبلۍ سپيكر او ډپټی اسپیكر د سینیټر مصطفیٰ نواز كھوكھر د پلار او پخواني ډپټی اسپیكر حاجی نواز كھوكھر په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 10جنوری (اے پی پی) د قومی اسمبلۍ اسپیكر اسد قیصر او ډپټی اسپیكر قاسم خان سوری د سینیټر مصطفیٰ نواز كھوكھر د پلار او د قومی اسمبلۍ پخواني ډپټی اسپیكر حاجی نواز كھوكھر په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ په خپلو جلا جلا پیغامونو كښې دوي د سینیټر مصطفیٰ نواز كھوكھر سره د پلار په مړينه د غم دړد څرګندونه كړي۔دوي ووئيل حاجی نواز كھو كھر يو زیرك سیاسی لارښود ؤ د هغه سیاسی او سماجی خذمات به عمر له ياد ساتلې شي۔اسپیكر او ډپټی اسپیكر دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غامجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں