د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي د رؤف طاهر په مړينه غمرازي

image

اسلام آباد۔4 جنوری(اے پی پی) د پارليماني كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي د مشر خبريال او ليكوال رؤف طاهر په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې نن مونږ د يو انتهائي قابل ٬ هنرمند او هېواد سره مينه لرونكي انسان نه محرومه شوې يؤ۔ شھریار آفریدی ووئيل چې رؤف طاھر د هېواد يوه قيمتي اثاثه ؤ كوم چې ټول ژوند صحافت او هېواد ته وقف كړے وو۔ هغه يو محنتي او ايماندار خبريال وو۔ دا هېواد د رؤف طاھر په ډول د هيرو په لټون كښې دے۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں