اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان د تركيې څلور ورځنې سركاري دورې په مهال د تركيې اعلٰي پوځي مشرانو سره ملاقاتونه كړي او ورسره ئې د دواړو فضائي ځواكونو ترمېنځه د دفاعي اړيكو د ودې په طريقو خبرې كړي. د پاك فضائيه مشر د تركيې د دفاع وزير هولوسي آكار او چيف آف تركش جنرل سټاف، جنرل ياسر ګلر سره جلا جلا ملاقاتونه كړي. په دې ملاقاتونو كښې د پاك فضائيه مشر تركيې سره په دوه اړخيزه استعداد كار كښې بهترې لپاره د دفاعي پېداوار، سلامتيا او تربيې په څانګو كښې د مرستې زياتولو د عزم څرګندونه كړې. د پاك فضائيه مشر د ترك فضائيه كمانډر جنرل حسن كوكو كاكيوز سره هم ملاقات كړے. دواړو مشرانو د اوسني وخت د چېلنجونو مقابلې لپاره د دواړو وروڼو هېوادونو د فضائيه ترمېنځه د مرستې په زياتولو او د يو بل د پوهې څخه استفاده ترلاسه كولو لپاره تفصيلي خبرې كړي چې پكښې د پاك فضائيه لخوا په تركيه كښې په ايناتولين ايګل مشقونو كښې ګډون، د پاك فضائيه تر سيوري لاندې په بېلا بېلو مشقونو كښې د ترك فضائيې ګډون، د پائيلوټانو د تربيې تبادله او په دفاعي پېداوار كښې مرسته شامله ده.