د موسمياتي بدلون وزارت به اسلام آباد كښې 23 مياواكي اربن ځنګلات جوړوي٬دې سره به د ښار شنه زمكه زياته شي۔د موسمياتي بدلون وزيرمملكت زرتاج ګل

image

اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزيرمملكت زرتاج ګل وئېلي دي د موسمياتي بدلون وزارت به په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې 23 مياواكي اربن ځنګلات جوړوي٬دې سره به د ښار شنه زمكه زياته شي۔هغې دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر جيو فري شا سره يوځاې په اېف نائن پارك كښې د ونو نالولو كمپائن پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړی۔هغې د آسټرېليا هائي كمشنر لخوا د اېف نائن پارك مياواكي ځنګل لپاره د 1200 ونو بوټو په ډالۍ كولو مننه وكړه۔وزيرمملكت ووئيل د آسټرېليا حكومت د پاكستان د اوبو وړومبې پالېسۍ جوړولو له مرسته كړې دغسې په بلوچستان كښې د وچ كالۍ آغېز په مخ نيوي كښې هم مرسته كوي۔وزيرمملكت ووئيل په اېف نائن پارك كښې د مياواكي ځنګل د آسټرېليا د هائي كمېشن ډالۍ ده٬د مياواكي ځنګل په لس كاله كښې جوړېږي او روايتي ځنګل 30 كاله موده اخلي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں