چین يو وارې بيا پاكستان سره د ځانګړې ملګرتيا څرګندونه كړې۔ 70 كاله پاك چين ملګرتيا به په مثالي ډول لمانځؤ۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد01 فروری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چين يو وارې بيا پاكستان سره د ځانګړې ملګرتيا څرګندونه كړې ده۔ د كورونا په ضد اقداماتو كښې چين پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ پاتے شوے دے۔ چين پاكستان ته 5 لكه وېكسين ډالۍ كړل۔ دا خبره هغه د ګل په ورځ د چين لخوا د رالېږلې شوي په 5 لكه ډوز د مشتمل كورونا وېكسين اولني كھېپ په نور خان ائیر بېس د ترلاسه كولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې نه وړاندې د پاكستان ايئرفورس يوه خصوصي الوتكه د وېكسين كھېپ راوړلو سره اسلام آباد ته راورسېده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬ خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان او د اېن سي او سي او روغتيا څانګې نور اعلې چارواكي هم په ايئرپورټ موجود وو۔ د چین سفیر نونګ رونګ د کورونا وېکسین اولنے كھېپ خارجه وزير ته وركړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل ماته په دې ډېره خوشحالي شوې چې چين پاكستان د سره د خپلې ځانګړې ملګرتيا ثبوت وركړو۔ خارجه وزير د چين مشرتابه او په خاص توګه د چين صدر او خارجه وزير وانګ ړي خصوصي مننه وكړه۔ هغه ووئيل د چين صدر شي جن پنګ اعلان كړے وو چې هغه به وېکسین جوړولو نه وروسته دا د نړيوالې خېر ښېګړې له كاروي او هغه د دې مقصد لپاره تر ټولو وړاندې پاكستان وټاكلو۔ خارجه وزير په دې موقعه د چين د ډاكټرانو هم مننه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان او چين په ګډه د وېكسين تيارولو حوالې سره كاميابې تجربې كړې دي۔ خارجه وزير د حكومت او اولس لخوا د چين حكومت او اولس مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں