اسلام آباد۔13فروری (اے پی پی) د سېنېټ ټاكنو له اسلام آباد او څلورو واړو صوبو نه تر خالي ورځې 78 كانديدانو د نامزدګۍ كاغذات جمع كړي دي۔ د مېرمنو په 16 چوكو ګرد هېواد نه كاغذات جمع شوي۔ د 14 ټېکنوکرېټس او علماﺀ كرام په چوكو كاغذات جمع كړې شوي او دغسې د غېر مسلمو په 5 نشستونو هم كاغذات جمع شوي۔ د الكېشن كمېشن لخوا د جاري شوي تفصيلات له مخې اسلام آباد نه په دوه جنرل او د مېرمنو په دوه چوكو 4 كانديدانو كاغذات جمع كړل۔ تر دې دمه پنجاب نه 15،سندھ نه 20 ٬ خېبرپختونخواہ نه 24 كانديدانو او د بلوچستان نه 15 كانديدانو كاغذات جمع كړي دي