د ووټونو اخستلو خرڅولو او هارس ټر ېډنګ د لارې د آئين او جمهوريت خذمت نه شي كېدے۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ټويټ

image

اسلام آباد۔8 فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي سياسي ګوندونو او پارليمنټېرينز له به د ټاكنو عمل كښې په سپېځلي ډول ودرېدل وي۔ دې سره به جمهوريت قوي او د پارليمان وقار زيات شي۔ د ګل په ورځ وفاقي وزير سېېنټر شبلي فراز خپل ټويټ كښې ووئيل د ووټونو اخستلو خرڅولو او هارس ټر ېډنګ سره د آئين او جمهوريت خذمت كېدے نه شي۔ پېسه مصرف كولو سره د سېنېټ غړي جوړېدونكي به د اولس په ځائې د خپلو ذاتي ګټو تحفظ ته زياته پاملرنه كوي۔ هغه ووئيل هېواد څخه د كرپشن نوغې ويستل او سپېځلتيا باوري كول د وزيراعظم عمران خان مقصد دے او د دې مقصد ترلاسه كولو له هڅو كولو نه به هغه كله هم شاته نه شي

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں