حكومت ټول پام تجارت او د برآمدات زياتولو ته ګرځولے٬په افغانستان كښې د امن او د دوه اړخيزه اړيكو استحكام سره به تجارت او برآمدات لا زيات شي۔عبدالرزاق داؤد

image
APP66-151021 ISLAMABAD: October 15 - Advisor to Prime Minister on Commerce and Investments Abdul Razaq Dawood addressing during inaugural ceremony of Air to Land Transit Cargo to Afghanistan at Gerry Danata Shed outside the airport. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 15 اكتوبر(اے پي پي)د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي حكومت ټول پام تجارت او د برآمدات زياتولو ته ګرځولے ٬په افغانستان كښې د امن او د دوه اړخيزه اړيكو استحكام سره به تجارت او برآمدات لا زيات شي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د اسلام آباد په هوائي اډه د نجي كمپنو د لارې د راغلې سامان وړومبنۍ پيرې د زمكې د لارې افغانستان ته د لېږلو په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔د اسلام آباد هوائي اډې څخه تر افغانستان د بين الملكي 30 ټنه سامان وړومبنۍ پېرا ولېږلې شوه۔د يوې نجي كمپنۍ په تجويز د كسټم څانګې لخوا دا اقدام شوے۔په دې موقع په خپله وېنا كښې د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد ووئيل دا يوه تاريخي ورځ ده زمونږ حكومت ټول پام تجارت او د برآمدات زياتوالي ته ګرځولے۔ده ووئيل د وړومبې پېرې رسولو عمل پېل شوے٬د نورو هېوادونو څخه افغانستان لپاره د انساني همدردۍ په بنياد چې كوم سامان راځي هغه به هم د دې كارګو په مرسته وركولے شي۔ده ووئيل په سباؤن كښې به افغانستان سره زمونږ اړيكې لا قوي شي او دې سره به تجارت وده وكړي۔ده ووئيل مونږ ته نه يوازې افغانستان بلكې سيمه ايزې رابطې زياتول دي او دغسې د ازبكستان او تاجكستان پشمول د مينځنۍ آسيا هېوادونو سره تجارتي اړيكې زياتول دي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان