څلور كاله د سي پېك منصوبه ځنډولې شوې ٬ پرمختيائي منصوبې به په ترجيحي بنيادونو بشپړولې شي ۔ وزيراعظم شهباز شريف

image
APP17-061022 ISLAMABAD: October 06 - A delegation of China Road and Bridge Corporation CRBC headed by Vice President Ye Chengyin called on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif. APP

اسلام آباد 06اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي قام د هېواد د پرمختګ دښمنان پېژندلې دي٬ څلور كاله قصداً د سي پېك منصوبه ځنډولې شوې٬ پرمختيائي منصوبې به په ترجيحي بنيادونو بشپړولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د چائنه روډ اېنډ برج كارپورېشن نائب صدر ژي چنګيان په مشرۍ كښې پلاوي سره كړې چا چې د زيارت په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، خاص مرستيال جهانزېب خان، ظفرالدين محمود٬ د سمندري چارو وفاقي وزير فېصل سبزعاري د وېډيو لنك د لارې موجود وٶ۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل پاكستان د ترجيحي بنيادونو د لارې د سي پېك منصوبه ترسره كوي٬څلور كاله قصداً د سي پېك منصوبه ځنډولې شوې ٬ قام د هېواد د پرمختګ دښمنان پېژندلې دي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د قام او هېواد پېسې حفاظت لپاره اولس ته ځواب وركوٶنكي يو٬ حكومت په پرمختيائي منصوبو كښې سپېځلتيا باوري كوي٬پرمختيائي منصوبې په خاص توګه د اولسي اهميت منصوبې به په ترجيحي بنيادونو بشپړوٶ٬ ده ووئېل چين د پاکستانپه هر سخت وخت كښې ملګرتيا كړې ٬ د اوسني سېلاب او بارانونو په مهال د چين په مرسته د صدر شي جنګ پنګ او د چين د اولس مننه كوٶ۔په دې مهال وزيراعظم شهباز د سي پېك له مخې منصوبې په ترجيحي بنيادونو په ټاكلې موده كښې د بشپړولو امر وكړو ۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم ته په بېلا بېلو جاري او بشپړو شوو مېګا پراجېكټس تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔ په دې موقع وزيراعظم ته ووئيل شولقراقرم هائي وے۔ د حوېلو نه تر تهاكوټ مكمل شوې چې ټرافېك په روان دے او په فېر-ټو د تهاكوټ نه تر رائے كوټ هم كار پېل شوے ٬ وزيراعظم د کراچۍ کوسټل ډويلپمنټ پراجيکټ، د رشکئۍ خاص اقتصادي زون، د کراچۍ حېدرآباد موټروے M-9، بابوسر ټنل،اېم اېل ۔1او د کراچۍ پورټ ټرسټ نه تر PIPRI رېلوے کوريډور په منصوبه د پېشرفت نه هم په تفصيلي توګه خبر كړے شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول سي آړ بي سي د وزيراعظم د سي پېك منصوبې په ترجيحي بنيادونو او په ټاكلې موده كښې د ترسره كولو د اقدامات هركلے كوي، د دې نه علاوه سي آر بي سي د لس زره مېګاٶاټ سولرائيزېشن منصوبه كښې په سرمايه كارۍ كښې د ژورې خوښۍ څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د سي آر بي سي وائس پريزيډنټ وزيراعظم شهباز شريف ته د سېلاب ځپليو مرستې لپاره وزيراعظم فنډ له د يو لك ډالرو چېك هم وركړو۔ په دې موقع وزيراعظم اړوندو چارواكو ته د دې منصوبو پحقله د ټولو ضروري اقداماتو زر تر وره د بشپړولو او په دې د كار پېل كولو امر وكړو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں